افغان حکومت د اوربند په اړه د طالبانو له مثبت ځوابه هرکلی کوي

له افغان طالبانو سره د اوربند په تړاو د ولسمشر محمداشرف غني له ویډیويي پیغام خپرېدو دوې ورځې وروسته دې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغان حکومت غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ او وییې ویل، د دوی د ډلې جنګیالي به یوازې د اختر په درېیوو ورځو کې په افغان امنیتي ځواکونو بریدونه نه‌کوي؛ خو د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې به یې بریدونه روان وي.

په ورته وخت کې افغان ولسمشرمحمداشرف غني په‌خپلې فېسبوک‌پاڼې د طالبانو د دې اوربند هرکلی کړی او لیکلي یې دي: «‌موږ نه يوازې د دې بلکې د هر هغه اقدام چې د وينې د بهېدو مخنيوی کوي، هر کلی کوو.»

د طالبانو د خپرپاڼې له خپرېدو څو ساعته وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند محمد هارون چخانسوري کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، افغان حکومت د سولې په تړاو هر ډول اقدام په نیک فعال حسابوي او د طالبانو له درې ورځني اوربند هم هرکلی کوي.

د ښاغلي چخانسوري په وینا، هیله‌ لري طالبان هم د دې اوربند په عملي کولو کې ژمن ووسي.

که څه هم یو شمېر پوځي شنونکي د درې ورځني اوربند له‌پاره د طالبانو مثبت ځواب نیک کار ګڼي؛ خو وايي، طالبان د درې ورځني اوربند په اعلانولو سره هڅه کوي د خلکو لیدلوري ته بدلون ورکړي چې حالات د ځان په ګټه راوڅرخوي.

د کورنیو چارو وزارت پخواني معین میرزا محمد یارمند او پوځي شنونکی جاوید کوهستاني وايي، طالبان څو ډلې لري او امنیتي بنسټونه باید د اوربند د ژمنې ښکار نه‌شي.

له‌دې سره د ولسي جرګې یو شمېر غړیو هم د طالبانو له دریځ او له افغان حکومت سره له څو ورځني اوربند خوښي څرګنده کړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې اونۍ پنجشنبې په ورځ یوه ویډیويي پیغام کې په‌خپله د ۹ ورځني اوربند له اعلانولو سره سم له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه.

ښاغلي غني دغه ویډیويي پیغام کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې د اوربند په ترڅ کې په افغان وسله‌والو طالبانو خپل هر ډول عملیات ودروي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام