سپین غر او مس عینک کرکټ لوبډلې فاینل ته ورسېدلې

د افغانستان په کورني کرکټ کې د (الکوزي – احمد شاه ابدالي) تر نامه لاندې د زونونو ترمنځ د څلور ورځنیو سیالیو د فاینل له پاره لوبېدونکې لوبډلې په ډاګه شوې.

د لیګ سیالیو وروسته سپین غر او مس عینک لوبډلو د روانو سیالیو اتلولۍ تر لاسه کولو په موخه (فاینل) ته لاره پیدا کړه.

د یادونې وړ ده، چې لا هم د مس عینک او بوست لوبډلو تر منځ د روان ټورنمېنټ وروستۍ لوبه په خوست کی روانه ده، چې پایله یې مس عینک ته په روانو سیالیو کې فاینل ته رسیدو کې کومه ستونزه نه جوړوي، ځکه یادې لوبډلې د ۲ بریاوو او یوې ماتې وروسته او له روانې سیالۍ څخه د ۶ لومړیو امتیازونو له ګټلو وروسته خپل امتیازونه ۴۶ ته رسولي دي او په دویم مقام کی ځای لري.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، چې د روانو سیالیو اتلولۍ ترلاسه کولو په موخه پای لوبه به د لوی اختر وروسته تر سره شي.

 

 په روانو سیالیو کې وروستۍ لیګ لوبو کې سپین غر له امو زون سره او مس عینک په خپل کوربتوب له بوست لوبډلې سره لوبه ترسره کړه.

په ننګرهار کې د درېیمې ورځې باران له کبله که څه هم سپین غر لوبډله په امو زون برلاسې وه، خو لوبه د باران له کبله په مساوي توګه پای ته ورسېدله.

په دې سیالیو کې سپین غر لوبډلې د ۲ بریاوو، یوې ماتې او یوې مساوي لوبې وروسته په ۵۳ امتیازونو سره د روانو سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

په سیالۍ کې د سپین لوبډلې کپتان شبیر نوري نه هېرېدونکې لوبې لړۍ لا هم روانه ده، چې په روانو لوبو کې یې د لومړي لوبغاړي په توګه خپلې منډې له ۵ سوو څخه واړولې.

شبیرنوري په لومړي وار لوبه کې سلیزه جوړه کړه، خو د دويمې ورځې تر پایه ناسوځېدلې ولاړ و او په روانو سیالیو کې د درېیم ځل لپاره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د یادونې وړ ده، چې د ناقانونه توپ اچونې پر تور، تورن د سپین غر زون دغه پیاوړي لوبغاړي باندې د کرکټ بورډ له خوا د توپ اچونې بندیز هم لګول شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام