هرات کې د طالبانو موټربم برید؛ ۶ سرتېري وژل شوي

په هرات کې یوې باوري سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې د یوه پوځي مرکز مخې ته د طالبانو په موټربم چاودنه کې ۶ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي. د سرچینې په وینا، یاده پېښه وړمه شپه د هرات په زاول ولسوالي کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي، طالبانو لومړی د یاد مرکز مخې ته یو مازدا ډوله موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و، چاودلی او وروسته له امنیتي ځواکونو سره نښتي دي. هغه وايي، د امنیتي ځواکونو او طالبانو په دې نښته کې چې څو ساعته یې دوام کړی، ۱۵ طالبان هم وژل شوي دي.

په زاول ولسوالي کې یوه محلي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو یاد موټربم چاودنه د زاول ولسوالي په عزیزاباد سیمه کې د ملي اردو د یوه مرکز په سل مترۍ کې درولی او بیا یې پر راکېټ ويشتی دی. د سرچینې په وینا، چاودنه دومره درنه وه چې د سیمې کورونه او د ملي اردو مرکز یې ویجاړ کړی دی.

دغه سرچینه هم وايي چې په یاد برید کې ۶ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي او په وینا یې، طالبانو د مرکز شاوخوا ته ماینونه هم ايښي دي. سرچینه زیاتوي، د سرتېرو ۸ ټانګونه تر خاورو لاندې شوي او پرون یې د را اېستلو پر مهال د یوه ماین چاودنه کې یو سرتېری هم ووژل شو.

که څه هم دغه برید دوه ورځې وړاندې شوی، خو د هرات امنیتي ځواکونو تر اوسه په دې اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه کوي. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ په قطر کې د سولې مخامخ خبرې اترې روانې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام