تېره ورځ (دوشنبه د سلواغې۶مه) د اسټرالیا دبهرنيو چارو وزیره جولي بیشپ کابل ته په یو ناڅاپي سفر راغله.
بیشپ په دغه سفر کې د افغان حکومت د مشرانو سره جلا جلا کتنې درلودې.
افغان ولسمشر سره په کتنه کې دواړو لورو د سولې، امنيت، اقتصاد، د تروريزم پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان لپاره د آستراليا هېواد د مرستو په اړه خبرې وکړې.
افغان ولسمشر افغانستان سره د اسټرالیا هیواد له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې اسټرالیا دافغانانو کلک ملګری پاتې شوی..
په دغه کتنه کې میرمن جولي وویل، چې (اسټرالیا افغانستان سره د اوږد مهالې همکارۍ لپاره ژمنه ده او افغانستان چې په هره برخه کې اړتیا ولري، آستراليا يې د مرستې لپاره چمتووالی لري.)
له دې وړاندې دحکومت اجرايوي رییس سره دکتنې پر مهال داسټرالیا دبهرنيو چارو وزیرې اعلان و کړ، چی د خپلو نویو مرستو په لړ کې به افغان حکومت ته ۳۰۰ میلیونو ډالره ورکړي.
د مرستی د غه ژمنه پرون افغانستان ته د اسټرالیا د بهرنیو چارو د وزیرې جولي بیشپ لخوا په کابل کی د افغان حکومت اجرایوي ریس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ګډه خبري غونډه کی وکړه.
مېرمنې بیشپ له عبدالله عبدالله سره په رسنیزه غونډه کی وویل، چی د افغانستان حکومت سره د اسټرالیا دغه نوې مرسته به په راتلونکي دوه کلونو کې د افغانستان په ملکي پروژو کی مصرف شي.
جولي بیشپ زیاته کړه، چې دغه مرسته به د خصوصي سکتور په برخه کې لګول کيږي، چی له مخې به یې په افغانستان کې اقتصادي فرصتونه وده وکړي..
نوموړی وویل، چې د افغانستان د ملکي سکتور په برخه کې د اسټرالیا حکومت تراوسه ۱ بیلیون ډالره مصرف کړي دي..
دیادونې وړ ده، چی اسټرالیا هیواد د ناټو تر مشرۍ لاندې هم د افغانستان په ماموریت کی مهم او همکاره هیواد و..
که څه هم اوس مهال په افغانستان کی د ناټو جنګي ماموریت پای ته رسیدلی دی خو نیږدې ۱۶ سوه اسټرالوي پوځیان د (ایساف) په ماموریت کې د افغانستان په ارزګان ولایت کې میشت و.
دغه راز دراپورونو له مخې د ناټو د نوي غیرجنګي ماموریت په ترڅ کې اوس مهال د اسټرالیا ۴۰۰ فوځیان په افغانستان کی د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره میشت دي.
دغه راز د افغان حکومت اجرایوي ریس ډاکټر عبدالله عبدالله د اسټرالیا د حکومت له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې اسټرالیا د افغانستان په بیلا بیلو سکتورونو کی خپلو مرستو ته ژمن پاتې دی..
د ښاغلي عبدالله په وینا، افغان حکومت لیوالتیا لري، چی په راتلونکې کې له اسټرالوي حکومت سره په بیلا بیلو سکتورونو کې خپلې اړیکې لا پراخې کړي.
د اسټرالیا دبهرنيو چارو وزیرې ورستيو ترهګریزو پېښو ته په اشارې وویل، چې هیواد یې د افغانستان اوسنی وضعیت له نږدې څارې او له همدې امله د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د نړیوال ماموریت کلک ملاتړی هیواد پاتې شوی دی.
د ۲۰۱۵ کال له پیل را وروسته دا د استرالوي لوړپوړي چارواکي لومړی سفر دی چې افغانستان ته یې کوي.