د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۱۷ کال اسیا غوراوي پړاو سیالیو په لړ کې نن (یک شنبه) د چین ساحلي فوټبال ملي لوبډلې خلاف ۷ ګولونه ووهل او سیالې لوبډلې بیا افغانسان ته ۲ ګولونه ورکړل.
د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې یو ورځ مخکې مالیزیا ته ۵ پر ۳ ګولونو ماته ورکړې وه.
د چین خلاف لوبه کې روف قادري ۳، سیمع الله محمدي ۲، زین الدین شریف او حمید بیا یو، یو ګولونه ووهل.
افغانستان ساحلي فوټبال نړیوال جام ته په اسیایي ټاکنیز پړاو کې درېیمه لوبه د مارچ په ۶ له ایران او د (الف) ګروپ وروستۍ لیګ لوبه د مارچ په ۷ نیټه له بحرین ساحلي فوټبال ملي لوبډلې سره ترسره کړي.
د اسیا په پیلېدونکو غوراوي پړاو سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۱۳ هېوادونه برخه لري، چې په ۳ ګروپونو کې به د مارچ تر ۱۱ نېټې ساحلي فوټبال نړیوال جام ته د رسېدو له پاره سیالۍ وکړي.