.jpg)
د ۵ (نمونهي) او قیمتترینو لوبغاړیو له ډلې راشدخان ارمان د کابل، انډري رسل د ننګرهار، شاهد افریدی د پکتیا، برینډن مکولم د کندهار او کرېس ګېل د بلخ لوبډلې لهخوا واخېستل شو.
دغه ۵ واړه مشهور کرېکټ لوبغاړي به د نورو لوبغاړیو نه ۱۰۰ زره ډالر زیات د لوبېدو په بدل کې ترلاسه کړي.
دغه راز په نورو بهرنیو لوبغاړیو کې پکتیا محمدشهزاد او تیسارا پریرا، کندهار وهاب ریاض او اصغرافغان، ننګرهار تمیم اقبال او مجیب ځدران، بلخ کولن منرو او محمدنبي او کابل لوبډلې په لومړیو کې حضرتالله ځاځي او لوکرونکي ترلاسه وپېرل.
په ورته وخت کې پال سټرلینګ، ټایملزمیلز، کریم جنت، نجیبالله ځدران، افتخاراحمد، ناصرجمال، عبدالباقي، وقار سلامخېل، وقارالله اسحاق، وحید شفق، سید شېرزاد ، محمد نوید، کریم صادق او سیم بیلینګز هم کندهار لوبډلې واخېستل.
همدارنګه کیمرون ډيل پورټ، کریس جورډن، شرفالدین اشرف، حمزه هوتک، لوکرایټ، کولم مکلویډ، سمیعالله شینواری، رحمانالله ګربز، عظمتالله عمرزی، ضیاالرحمان اکبر، فضل ځاځی، یوسف ځاځی، احسانالله جنت، طاهرعادل، ضیاالرحمان او فهیم اشرف پکتیا لوبډلې جذب کړل.
.jpg)
کولن انګرام، وین پارنیل، جاوید احمدي، مسلم موسی، سهیل تنویر، فرید ملک، شاهد مندوزی، افسرځاځی، احسان عليخان، ظاهرشهزاد، فطرتالله خاوري، عثمان غدل، ضمیرخان، ناصر توتاخېل، شوکت زمان او لاوري ایون د کابل لوبډلې خپل کړل.
روي بوپارا، محمد عرفان، ګلبدین نایب، کامران اکمل، افتاب عالم، عثمان غني، اکرام عليخېل، قیس احمد، راین ټين ډيشکاټې، محمد نواز، طارق ستانکزی، فرحان زاخېل، اسدالله متنی، دروېش رسولي، سمیعالله سالارزی او بین لفلین بلخ لوبډلې واخېستل.
همدارنګه اسټرالوي بین کټینګ، محمد حفیظ، مېچل میکلینیګن، سندیپ لمیچاني، شفیقالله شفق، نجیبالله ترکی، رحمتشاه، ظاهرخان، نوینالحق، فضلحق، عمران جنت، خېبرعمر، نصرت قریشي، فضل نیازی، ابراهیم ځدران او مشفیقالرحیم بیا ننګرهار واخېستل.
که څه هم دغه لیګ ته بېلابېلو لوبډلیو داسې لوبغاړي واخېستل چې راتلونکې نهلري او یا هم د ۲۰ اوریزو لوبو لوبغاړي نهدي؛ خو ترڅنګ یې د نجات مسعود، فرهاد مومند، اصف موسیزي، نواز خان، ابراهیم عبدالرحیمزي، منیراحمد، میرویس اشرف، نورعلي ځدران، غمی ځدران، شاپور ځدران او یامین احمدزي په څېر لوبغاړي له اخېستلو پاتې شول.
.jpg)
د یادونې ده چې د قیمتترینو لوبغاړیو په (ډایمنډ) کټهګرۍ کې افغان لوبغاړي ۶۰ زره او بهرني لوبغاړي ۷۵ زره ډالر ترلاسه کړي.
دغه راز په (ګولډ) کټهګرۍ کې به افغان لوبغاړي ۴۰ زره او بهرني لوبغاړي ۵۰ زره امریکایي ډالر او په (سیلور) کټهګرۍ کې افغان لوبغاړي ۲۰ زره او بهرني لوبغاړي ۳۰ زره امریکایي ډالر ترلاسه کړي.
همدارنګه په (اسوسیټس) کټهګرۍ کې به بهرني لوبغاړي ۱۵ زره امریکایي ډالر او غوړېدونکي (ایمرجینګ) کټهګرۍ کې لوبغاړي د لوبېدو په بدل کې ۱۰ زره امریکایي ډالر ترلاسه کړي.
کرېکټ بورډ دغه راز ویلي، د افغانستان کرېکټ پریمیرلیګ سیالۍ به د افغانستان د یو ټلوېزیون ترڅنګ د هندوستان (ډي سپورټ) ټلوېزیون هم په ژوندۍ بڼه خپرې کړي.
د افغانستان پریمیر لیګ د اکتوبر په ۵مه نېټه په شارجه کې پیلېږي چې هره ورځ به ۲ سیالۍ مازیګر ۴ بجې او ماښام ۸ بجې ترسره کېږي او د همدې میاشتې په ۲۱مه نېټه به پای ته ورسېږي.





