د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سکاټلینډ په وړاندې کیدونکو سیالیو ته د تیاریو په موخه په ننګرهار کې سره راټوله شوه.
افغان کرکټ بورډ دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایې چې کرکټ ملي لوبډلې ته یې د ښه هر اړخیزه تیاریو په موخه اړین تمرینات په پلان کې نیولي دي.
خبرپاڼه لیکي چې افغان ۲۱ کسیزې کرکټ ملي لوبډلې د دوشنبې په ورځ( می ۴مه) د ننګرهار په غازي امان الله کرکټ نړیوال لوبغالي کې خپل ۱۵ ورځني تمرینات پیل کړل.
کرکټ بورډ زیاتوي چې دغه تمرینات بیل بیل اړخونه لري چې په یوې څلور ورځنۍ سیالۍ سره پیل شول.
د افغانستان کرکټ بورډ په وینا چې ددی تمریناتو موخه داده ترڅو افغان کرکټ ملي لوبډله د اپریل او جون په میاشتو کې د سکاټلینډ په کوربتوب کېدونکي څلور ورځنۍ (انټرکانټینینټل کپ) سیالۍ ته ښه چمتو کړي.
دیادونې وړ ده چې په دې تمریناتو کې څلور ورځنۍ سیالۍ ته د کرکټ ملي لوبډلې اعلان ۲۱ تنه لوبغاړي برخه لري.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه لیکي چې د پیل شویو تمریناتو په ترڅ کې به افغان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ بورډ لخوا تر نوې نوم برابره شوې (افغان پرمختیایي) کرکټ ملي لوبډلې سره هم ۳ یو ورځنۍ سیالۍ هم ترسره کړي.
دیادونې وړ ده چې د نیږدې له یوکلن انتظار وروسته افغان کرکټ بورډ برید کوونکي بیټسمین شهزاد محمدي ، ال راونډر رحمت شاه زرمتي ، او شبیرنوري په څیر تکړه لوبغاړي یو ځل بیا په لومړنۍ ملي لوبډله کې شامل کړيدي.
دیادونې وړ ده چې دروانو ۱۵ ورځنیو بشپړو تمریناتو وروسته به کرکټ بورډ د سکاټلینډ خلاف سیالۍ ته د تمریني سیالیو کارکردګۍ ته په کتو ۱۵ کسیزه لوبډله غوره کړي.





