افغانستان د بودیجې روڼوالي په نړیوالو ځانګړتیاو کې پاتې راغلی دی

د افغانستان روڼتیا څار ادارې رییس سید اکرام افضلي په یوې خبري غونډه کې وویل، چې افغانستان سږکال د بودیجې روڼوالي په نړیوالو ځانګړتیاو کې پاتې راغلی دی.

د بودیجې له پاره د نړیوال مشارکت سازمان  (International Budget Partnership) د راپور پر بنسټ د افغانستان حکومت امتیاز د بودیجې رڼوالي اعتبار په برخه کې سږکال د تېر کال په پرتله له ۵۹ سلنې څخه ۴۲ سلنې ته را ټیټ شوی دی.

افضلي د سه شنبې په ورځ د (سپټمبر په ۲۹ مه) وویل، افغانستان له ۲۰۰۸ زېږدیز کال څخه تر ۲۰۱۲ زېږدیز کال پورې د بودیجې د رڼوالي په برخه کې ښه پرمختګ درلود او په روان کال کې د باور دغه بهیر مخ په ځوړ روان دی.

د روڼتیا څار ادارې رییس وايي، چې که سیاسي اراده موجوده وي، نو د بودیجې رڼوالي بهیر سم پلي کېدی شي.

د افضلي پر وینا، د هېوادونو د بودیجې د تطبیق او څار په برخه کې د اسنادو او له یو لړ ټاکل شویو طرزالعملونو څخه کار اخیستل شوی دی، چې د همدې تګلارې پر بنسټ هېوادونو ته امتیازونه ورکول شوي دي.

د دغې ادارې مسولین وايي، چې هېوادوالو ته د بودیجې څخه د معلوماتو په برخه کې د راپورونو نه برابرول او خپرول، د څارونکو ادارو ضعف د بېلګې په توګه دڅېړنې عالي اداره او پارلمان هغه بنسټونه یاد کړل، چې د هېواد امتیاز یې راټیټ کړی دی.

دا د بودیجې له پاره د نړیوال مشارکت سازمان ۵ م راپور و، چې د ۱۰۲ هېوادونو بودیجې یې څېړلي دي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام