ارګ: د لومړي ځل له پاره پر ۶ ترهګرو د اعدام حکم تطبیق شو

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې نن سهار د (می ۸مه) پر هغو ترهګرو د اعدام حکم تطبیق شو، چې په ترهګریزو بریدونو، چاودنو او د خلکو په وژنو کې يې لاس درلود.

خبرپاڼه وايي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان اساسي قانون، د جزا قانون، د اسلام مقدس دین، د دولت نورو الزاماتو او د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو د کورنيو د مکررو غوښتنو پر بنسټ په ۶ تنو د اعدام حکم توشیح کړی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ لیکي، چې اعدام شوي کسان د "سنګینو" جرمونو مرتکبان وو او د غو مجرمانو ولسي خلک وژلي وو او همدا ډول یې عامه امنیت خراب کړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له پوره دقت، د منصفانه او عادلانه پروسې له بشپړېدلو او د بشري حقونو د الزامیت په پام کې نیولو سره دغه حکم د ولسمشر له خوا توشیح شوی دی.

خبرپاڼه وړاندې لیکي، چې پر دغو شپږو تنو، چې د جلا جلا قضيو په تور نيول شوي؛ نن یک شنبه د (می ۸مه) د عدلي او قضايي مراجعو له خوا د هېواد د قوانینو پر سم دغه حکم اجرا شو.

د خبرپاڼې په پای کې راغلي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ولسمشر محمد اشرف غني د عدالت پلي کولو او مجرمانو ته د سزا په ورکولو ژمن دی.

ارګ لیکلي، افغان دولت به هغه کسان د خپلو اعمالو په سزا ورسوي، چې بې ګناه خلک وژني او د ټولنې امنیت له خطر سره مخ کوي.

داسې هم ویل شوي، چې په اعدام شویو کسانو کې د ملي امنیت پخواني لوړ پوړي چارواکي ډاکټر عبدالله لغماني او د برهان الدین رباني د وژلو په تور نيول شوي کسان هم شامل دي او دغه کسان په څرخي پله زندان کې اعدام شوي.

وروسته له هغه، چې څو ورځې مخکې په کابل کې د لوړ پوړیو چارواکیو د ساتنې پر مرکز برید وشو؛ نو د قربانیانو کورنيو له افغان حکومت څخه د عاملانو او په بند کې د پرتو بندیانو د اعدامولو غوښتنه وکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام