د فلم کیسه
د فلم کیسه که په لنډو ټکو کې وکړو، دا ده چې د غلو (مجرمینو) یوه ډله، یوه نجلۍ تښتوي، غله چې خبر شي نجلۍ د شمتن سړي لور ده او له حکومت سره اړیکې لري، نو (ماهابیر باټي) په نوم یو یې وایي چې د نجلۍ په بدل کې یې له پلاره پيسې غواړي. نجلۍ سره ځان سره له یوه ښاره بل ځای ته لیږدوي او په همدې وخت کې نجلۍ له مهابیر سره عادت کیږي، ځکه دلته د ازادۍ احساس کوي، د فلم په اخر کې ماهابیر د پوځ له لورې وژل کیږي، نجلۍ ښار ته راولي خو دا چې نجلۍ ( ویرا) له ازاد طبیعت سره عادت وي، بیرته هماغه طبیعت ته ورستنیږي او هلته ژوند کوي.
د فلم ارزښت
د فلم کیسه ډيره ساده ده، جوړښت یې هم ساده دی، ټول فلم په سفر کې جوړ شوی دی، یوه وړه لارۍ (چکله) وي چې ماهابیر یې موټروان وي او نجلۍ پکې ځان سره هر ځای ته بوځي؛ خو د فلم کیسه ولې دومره مهمه ده؟ د فلم کیسه کې د بالیووډ د وروستۍ څو فلمونو په شان پر فردي خپلواکۍ ټينګار شوی دی، د فلم لوی پیغام همدا دی چې انسان باید خپلواک وي او په قیدونو کې بند نه شي، خو که له بله لیده ورته وګورو؛ نو د فلم کیسه د رومانویت (رومانتسیزم) پر بنسټ جوړه شوې ده. د فلم ستره موخه دا ده چې انسان باید بیرته طبیعت ته ورستون شي. دا شعار که څه هم ډير پخوانی دی خو په اوسنۍ زمانه کې یې په یوه ښه طریقه په دې فلم کې بیا غبرګ کړی دی. ویرا (آلیابټ) غلو تښتولې وي، خو دا په هغه چاپیریال کې دومره خوشاله وي چې بیرته خپل کور ته نه ستنیږي او لامل یې دا ښيي چې زه نوره له اصولو، قواعدو او هغه زنځيرونو تنګه یم چې د ټولنیزو اخلاقو په نوم زما په پښو کې پراته دي. یوازینی ارزښت دا دی چې نجلۍ د غلو په قید کې د خپلواکۍ احساس کوي، د ښار د عصري او ماشیني ژوند قیدونه پرې نه وي، د اخلاقي برخورد قیدونه پرې نه وي وضع شوي او انسان په خپل اصلي شکل له خلکو سره چلند کوي، تر ټولو مهمه دا چې انسان ته د خپل طبیعت سره د خبرو او چلند اجازه ورکړل شوې وي، همدا لامل وي چې کله ویرا خپل کور ته راشي، نو خپلې کورنۍ ته وايي چې زه بیرته نه شم راستنیدی، زه هغه طبیعت ته تللې یم او هلته مهابیر له ځان سره بوتلې یم، زه د هغه طبیعت انسان یم، زه دلته ماشیني ژوند نه شم کولای او زه غواړم بیرته طبیعت ته ستنه شم.
مهم ټکي
- یو مهم ټکی خو دا دی چې ویرا ( آلیابټ) په خپل کورني ژوند کې تنګه وي. کاکا یې ترې ماشومتوب کې جنسي ګټه پورته کړې وي، کله یې چې مور خبره شوې وي نو هغه ورته وايي چې بس چپ شه ګني خلک خبریږې او بدنامیږې. ویرا همدا خبرې ځوروي چې ولې باید انسان د اخلاقي قواعدو په نوم دومره لویې بد اخلاقۍ هم وزغمي؟
- د ویرا طبیعت داسې وي چې له ښار سره یې نه لګي، لوی ارمان یې دا وی چې د غره پر سر یو کور ولري او هلته ژوند وکړي، چې د فلم په وروستیو کې یې دا ارمان پوره کیږي او ویرا خپل اصلي ژوند سره مخ کیږي.
- مهابیر ( رندیپ هودا) یو عقده يي انسان وي، چې له حکومتي خلکو سره عقده لري او ویرا د همدې عقدې ښکار کیږي. دی د مور یوازینی زوی وي، کورنۍ کې ورسره تاوتریخوالی شوی وي او له امله یې ده درې کسان وژلي وي، خو ویرا مینه چې وګوري نو بیا په خپل ماشومتوب پسې په چیغو چیغو وژاړي، خو وخت ترې تیر وي او بیرته خپل ژوند او په کلي کې مور ته نه شي ستنیدی.
- تر ټولو مشهور ه خبره یې شاید دا وي چې ویرا مهابیر ته وايي : ددې تمانچې په یوې مرم یو انسان مري؟ مهابیر ورته وايي: یو انسان نه، دوه انسانان مري ؛ یو هغه چې ډز کوي او بل هغه چې په مرمۍ لګیږی. دا نو نړۍ او انسانیت ته ستر پیغام دی او د قاتل د رواني حالت پوره ننداره د، په دې جملې کې د یوه وژونکي د روان ټوله انځورګري لیدل کیږي او تر څنګ لیدونکي ته دا احساس ورکوي چې مهابیر په زړه کې یوه لویه عقده پاللې ده، مجبور شوی دی او خلک یې حتی د خپل ژوند په قیمت وژلي دي.
- یو ځای کې مهابیر ویرا ته ووایي چې ته خپل کور ته لاړه شي، ویرا ورته وایي زه نه پوهیږم ولې؟ خو زما زړه نه غواړي چې زه بیا هغه ځای ته لاړه شم، ځکه هلته زما زړه نه لګیږي، هلته ماته دومره ازادي نشته لکه دلته چې یې زه لرم.
- کله چې مهابیر مړ شي، ویرا غواړي خپل مور او پلار ته یو څه ووایي، خو نه یې شي ویلای، لامل ښایي دا وي،چې ویرا له طبیعت سره دومره بلده شوې وه چې حتی د ښار په ژبه نه پوهیده، هر څه یې دومره ژور احساس کړي وو، چې په ژبه یې بیانولای نه شول، ویرا تر اخره هڅه کوي چې خپل مور او پلار پوه کړي خو هغوی ورته د نیشې ستنه ووهي او بیهوشه یې کړي.
په فلم کې دا او دې ته ورته نورې ډېرې مهم نقطې شته دي، چې باید پام ورته وشي او که وشنل شي نو ډېرې زیاترې خبرې پرې کیدای شي، ددې لیکنې موخه به دا نه وي چې ټول (Highway) فلم دلیدونکي ته تشریح شي، بلکې موخه دا ده چې لوستونکي یو ځل دا فلم وګوري او خپل برداشت ترې واخلي.
لوکیشن ( صحنه بندي)
فلم ډير په ساده او طبیعي ډول جوړ شوی دی، په لویه لاره تګ، هوټلونه، دښتې، غرونه، پیچومي، د شیملې غرونه او په زړه پورې طبیعت… .
زه خو وایم چې که د هر هیواد خلک دا فلم ګوري نو شاید د خپل هیواد او ټولنې یو تصویر پکې وګوري، دومره ښکلي مناظر پکې راخیستل شوي چې انسان طبیعت سره مینې ته اړباسي، ښايي دا یې شعوري هڅه وي، چې لیدونکي خپل ځان په فلم کې احساس کړي او هغه حالت ته یووسي چې د فلم اصلي کرکټرونه ورسره مخ دي.
په زړه پورې ټکي
- دا فلم امتیاز علي لیکلی دی او په همدې نوم یې یو ټلویزوني سریال هم جوړ کړی و.
- ددې فلم لپاره په ۲۰۰۴ کال کې پریټي زینټا او سني دیوول ټاکل شوي وو.
- د فلم کیسه له لیکوال سره له ۱۵ کالو پرته وه.
- د آلیا بټ د خور فلم د (سړک) په نوم خپور شوی او دده فلم د (لویې لارې) په نوم خپور شو.
فلم پيژندنه :
د فلم نوم : Highway
د خپریدو کال: ۲۰۱۴
لوبغاړي: آلیا بټ، رندیپ هوډا
لیکوال: امتیاز علي
لارښوود: امتیاز علي
موده : ۱۳۳ دقیقې
ژبه: هندي
لګښت : ۴،۴ ملیونه ډالر
کاروبار: ۸،۸ ملیونه ډالر
جایزې (ایوارډونه) : لس نومونې او څلور جایزې