
د افغانستان د ازادو او عادلانو ټاکنو بنسټ یا فیفا د راتلونکیو ټاکنو په اړه د ټاکنو کمېسیون د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې وویل چې یاد کمېسیون له کمزوري مدیریت او همغږۍ سره مخ دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپله وروستۍ پرېکړه کې خبر ورکړ چې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه به یوازې د ولسمشري ټاکنې وشي او د ولایتي شوراګانو او په غزني کې د ولسي جرګې د ټاکنو کولو په اړه به وروسته پرېکړه وکړي.
د فیفا رییس یوسف رشید د دې پرېکړې په غبرګون کې وویل چې کمېسیون د نورو کمزوریو ترڅنګ، تل له خپلو پرېکړو په شا کېږي او د قانوني لازموالي، ژمنو او عملي کړنلارو په وړاندې تل له تزلزل سره مخ وي.
د نوموړي په وینا، د ټاکنو کمېسیون دغه راز په خپلو عملیاتي پروګرامونو، په ځانګړې توګه د رایورکوونکیو د نوملیکنې او د ټاکنو مهالوېش د شریکولو په برخه کې ځنډ کړی دی.

یوسف رشید زیاتوي، که څه هم د ټاکنو کمېسیون څو ورځې وړاندې د ولایتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاکنو د ځنډ طرحې پروړاندې مخالفت ښودلی و، خو د خپلواکۍ نه لرلو له کبله یې اوس یاده طرحه منلې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون اعلان وکړ چې د لازمې بودیجې نه لرلو او د وخت کموالي له امله پر یو وخت د درې واړو ټاکنو کولو وسه نهلري او د تلې میاشتې په شپږمه نېټه به یوازې د ولسمشري ټاکنې وکړي.





