اخلاقي رسوايي او د هغه چا کیسه چې د ولسمشر غني سلاکارۍ ته ورسېد

د عبدالله عبدالله یو سلاکار صاحب‌نظر سنګین شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د «اخلاقي فساد او د یوې ښځې تښتولو» په تور له اجراییه ریاست نه لرې شو، خو یوه اوونۍ وړاندې د ټولنیز پیوستون او د لږکیو د ارامۍ په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار وټاکل شو.

په اجراییه ریاست کې باوري سرچینې وايي، صاحب‌نظر له هغه وروسته چې په ۱۳۹۷ کال کې یوه ښځه له درېوو ماشومانو سره وتښتوله، د عبدالله عبدالله له سلاکارۍ ګوښه او کورنیو چارو وزارت ته ور وپېژندل شو، خو څو میاشتې وروسته د تصور خلاف، د ټولنیز پیوستون او د لږکیو د ارامۍ په چارو کې د ولسمشر غني سلاکار شو.

هغه سندونه چې سلام‌وطندار ته رسېدلي ښيي چې د ولسمشر نوی سلاکار صاحب‌نظر سنګین پر «اخلاقي فساد او د یوې ښځې په تښتولو» تورن دی.

د سندونو له مخې، د «شکریې» په نوم د هغې ښځې خسر حفیظ‌الله چې له صاحب‌نظر سنګین سره په نامشروع اړیکو تورنه ده، په «8/9/1397» نېټه د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ ته د خپلې نګور د ورکېدو راپور ورکړی دی.

له جنايي جرمونو سره د مبارزې د څېړنو ریاست هم د یادې ښځې ځانګړنې د کابل ښار ټولو امنیتي حوزو ته لېږلې دي. د دغه مکتوب په یوه برخه کې لیکل شوي، «د ښاغلي حفیظ‌الله د عر‌ض‌پاڼې پر بنسټ چې د کابل ښار له افشار سیمې نه یې د خپلې نګور او درې لمسیانو د ورکېدو په اړه یې کړې، د ورکو شویو کسانو ځانګړنې او تصویر هم له دغه مکتوب سره ضمیمه دي؛ نو د موضوع په اړه تاسو ته خبر درکړل شو چې د یاد کس د موندلو لپاره د راتلونکي مسوولیت له درک او مسلکي اساساتو  سره سم اقدام وکړئ.»

اجراییه ریاست هم په «1/10/1397» نېټه د یادې دوسیې د څېړلو لپاره یو مکتوب کورنیو چارو وزارت ته لېږلی دی. په اجراییه ریاست کې یوې باوري سرچینې سلام‌وطندار ته وویل، هغه مهال چې صاحب‌نظر سنګین په اجراییه ریاست کې دنده لرله، څو ځله یې د «اخلاقي فساد او د یوې ښځې د تښتولو» په تړاو ترې وضاحت غوښتی، خو نوموړی په‌دې اړه ځواب ویلو ته نه حاضرېده.

د سرچینې په وینا، اجراییه ریاست بالاخره پرېکړه وکړه چې نوموړی له دندې ګوښه او کورنیو چارو وزارت ته ور وپېژني.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت مقام په امنیتي چارو کې د دغه وزارت معینیت ته داسې لیکلي: «حفیظ‌الله د امان‌الله  زوی چې د بغلان ولایت د دوشي ولسوالي اوسېدونکی دی، اجراییه ریاست ته په یوې عرض‌پاڼه کې یې ادعا کړې چې: صاحب‌نظر سنګین یې د یوه شهید زوی ډاکټر صفي‌الله له مېرمنې شکریې سره چې د محمدعطا لور ده، نامشروع اړیکې لرلې او نوموړې یې له دوو کوچنیو ماشومانو سره د کابل له افشار سیمې چې په یوه کرايي کور کې اوسېده، نامعلوم ځای ته تښتولې ده.»

د کورنیو چارو وزارت د دفتر عمومي رییس رحیم‌الله برهاني هم یاد مکتوب لاسلیک کړی او له امنیتي معینیت نه یې غوښتي چې یاده دوسیه د هغې منځ‌پانګې ته په کتو وڅېړي.

د یاد وزارت ستر امنیتي معینیت هم تر دې وروسته پر همدې ورځ د دې دوسیې د څېړلو حکم صادر کړی او د کابل له امنیه قومانداني یې غوښتي چې په تړاو یې قانوني اجراأت وکړي.

سلام‌وطندار د دغو سندونو ترڅنګ، هغه ویډیو هم ترلاسه کړې چې ښیي، «د تښتول شوې ښځې خسر حفیظ‌الله» په‌کې صاحب‌نظر سنګین تورنوي چې زوی یې هم ورته وژلی او وايي، دې پایلې ته رسېدلی چې سنګین یې د زوی پر وژلو کې هم لاس درلود.

د معلوماتو له مخې، شکریه اوس د کابل ښار يه یوه امن کور کې اوسېږي.

خو د ولسمشر غني سلاکار صاحب‌نظر سنګین یادې ټولې ادعاوې ناسمې بولي او وايي، سیاسي رقیبانو او مغرضو کسانو یې پروړاندې دا دوسیه جوړه کړې ده.

موږ وغوښتل چې په‌دې اړه د ارګ نظر هم واخلو، خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه‌حسین مرتضوي وویل چې یاده موضوع په‌ ده پورې اړه نه‌لري او نورو مسوولانو هم په‌دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

په دې وروستیو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او امنیت شورا د پخوانیو سلاکارانو له لوري په ارګ کې د فاسدې حلقې او اخلاقي فساد په اړه راپورته شوې ادعاوې لانجمنې شوې دي. دا راپور کېدای شي د یادو ادعاوو د اثبات یو سند وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام