
ورانوونکیو سېلابونو دوه ورځې مخکې په غور کې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي او هم یې د دغه ولایت جام څلی له ګواښ سره مخ کړی دی.
پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزیر نجیباقا فهیم چې د اقتصاد، لوړو زدهکړو وزیرانو او د هندوستان د سفیر په ملتیا غور ته تللی وایي، د سیمې خلکو په مرسته توانېدلي چې له دوو ورځو راهیسې له جام څلي نه د سېلابونو مخه وګرځوي.
د نوموړي په وینا، که څه هم سېلابونو جام څلي ته سخت زیان رسولی، خو هڅه کېږي چې د دغه څلي د له منځه تلو مخه ونیول شي.
په همدې حال کې د غور د ولایتي شورا رییس فضل احسان هم وایي، که د جام څلي وضعیت ته جدي پام و نهشي، ډېر ژر به ونړېږي. احسان له حکومتي چارواکیو او د هند له سفیره غواړي چې د دغه منار په ساتنه کې همکاري وکړي.

بلهخوا د غور ځینې مدني فعالان هم د جام څلي وضعیت اندېښمنوونکی بولي او پر مسوولانو نیوکه کوي چې تراوسه یې د یاد څلي د نړېدو لپاره هېڅ لازم اقدام نهدی کړی.
د غور مدني فعالان منصور خسرو او احمدشاه موحد وايي، د رېګ، خاورو او تیږو په اچولو سره د جام څلي د لوېدو مخه نه نیول کېږي او پهکار ده چې په اساسي ډول یې ساتنه وشي.
غور ته د کابینې وزیرانو په سفر کې د یاد ولایت د کرنې پوهنځي د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه او د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د فېروزکوه ښار عمومي پل هم پرانېستل شو.





