د پنجشنبې په نیمه شپه ۸تنه پهدې بهانه ـ چې ناروغ لري ـ په سمنګان کې یو روغتیايي مرکز ته ننوځي او په یوې قابلې باندې د هغې د پلار، ورېندارې او ماشوم په مخ کې جنسي تېری کوي.
د سمنګان د ښځو چارو رییسې ګلالۍ نور ساپی هم سلام وطندار ته دا قضیه تاییدوي او وايي، ټول کسان له وسلو سره وو او پېښه د دې ولایت د رویدواب ولسوالۍ په آبخورک سیمه کې رامنځته شوېده.
د سمنګان د روغتیا ریاست له لوري د ټاکل شوي پلاوي یو غړی ـ چې د همدې قضیې د څېړلو لهپاره ټاکل شوی ـ هم دا پېښه تاییدوي او وايي چې موضوع یې له امنیتي بنسټونو سره شریکه کړېده.
د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویاند محمدهاشم بیان وايي چې پهدې تور یې ۹تنه نیولي او د پوښتنو ګروېږنو لهپاره څارنوالۍ ته لېږل شويدي.
د سمنګان د استېناف محکمې رییس نیازمحمد راسخ وايي چې لهدې نهو تنو له جملې یې ۴ تنه داسې دي چې عمرونه یې له ۱۸ کالو کم دي.
د سمنګان د عامې روغتیا ریاست لېږل شوی پلاوی وايي چې دا قابله اوسمهال په خپل کور کې ده او د دې ولایت د رویدواب ولسوالۍ اوسېدونکې ده. د دې پلاوي په خبره، دا ښځه د خپلې دوسیې د مخکې وړلو لهپاره د سمنګان مرکز ایبک ښار ته لاړه شي؛ خو د سمنګان د استېناف محکمې چارواکي وايي چې تر اوسه د دې ښځې کورنۍ د حقغوښتنې لهپاره دې بنسټ ته مراجعه نهده کړې.