د اطلاعات او کلتور وزارت په کابل کې د موزیم نړۍواله ورځ ونمانځله.
د موزیم نړۍواله ورځ په ملي موزیم کې ونمانځل شوه. د اطلاعات او کلتور سرپرستې وزیرې حسینې ساپۍ پهدې مراسمو کې وویل چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې یې د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست په همکارۍ تر اوسه ۱۵۰۰۰ قلمه لرغوني اثار بېرته ملي موزیم ته ور ګرځولي دي.
پهدې مراسمو کې د افغانستان د معاصر تاریخ ۵ قلمه تاریخي اثار هم ـ چې ۴میلادي پېړۍ او ۱۲مې میلادي پېړۍ پورې اړوند وو ـ ملي موزیم ته وسپارل شول.
د موزیم نړۍواله ورځ له ۱۹۷۷ زېږدیز کال راهیسې د یونسکو غړیو له لوري د می پر ۱۸مه یا د غوايي پر ۲۸مه نېټه نمانځل کېږي.