د افغانستان د وتلي شاعر او لیکوال خلیلالله خلیلي د ۳۲ تلین یادون نن په کابل کې وشو.
اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په یاده غونډه کې وویل، شاعران د هېواد معنوي پانګه ده او د شاعرانو ژوند په اړه غفلت د دې لامل کېږي چې راتلونکي نسلونه د دغه غفلت زیان وګالي.
عبدالله زیاته کړه، د خلیلي شعرونه د هغو دردونو او کړاوونو څرګندویي کوي چې افغانانو په څو پېړیو کې ګاللي دي.
په همدې حال کې د خلیلالله خلیلي زوی مسعود خلیلي وایي، که پلار یې ژوندی وای، له طالبانو نه به یې غوښتي و چې سوله وکړي او خپل خلک تر دې زیات و نه کړوي.
په دغو مراسمو کې یو شمېر شاعرانو او د پوهنتون استادانو په فارسي شعر کې د خلیلالله خلیلي د رول او ځای په اړه خبرې وکړې او هغه یې د ملي یووالي سمبول وباله.
خلیلالله خلیلي په ۱۲۸۶ کال کې په کابل کې وزېږېد او په ۱۳۶۶ کال کې د پاکستان په اسلاماباد کې ومړ. د هغه جسد څو کاله وروسته افغانستان ته راولېږدول شو او په کابل پوهنتون کې د سیدجمالالدین افغان د قبر څنګ ته خښ کړای شو.
سلطنت غزنویان، فیض اقدس، احوال و اثار حکیم سنایي، از بلخ تا قونیه، یمگان، نینامه او عیاری از خراسان د خلیلالله خلیلي مهم اثار دي.