
وروستیو کلونو کې د غور ولایت کروندګرو پر کروندو د ملخانو یرغل له امله د دغه ولایت د کرنیزو حاصلاتو کچه ډېره راکمه شوې ده.
د غور ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په روان کال کې د ملخانو یرغل مخنیوي په موخه د غور مرکز فېروز کوه ښار او دولتیار ولسوالۍ کې کمپاین پیل کړی دی.
د دغه ریاست سرپرست ګل حضرت امیني وايي چې په دغه کمپاین کې به څه باندې ۷ زره هکتاره کرنیزه ځمکه دوا پاشي شي.

ځېنې کروندګر هم پر کروندو د ملخانو یرغل په اړه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ وايي دمګړۍ د هوا له تودېدو سره ډله ـ ډله ملخان په دښتو کې لیدل کېږي.
د دوو کروندګرو نعمتالله او محمد علي په وینا، که له دغه افت سره مبارزه ونهشي میلیونونه ملخان به پر کرنیزو پیداوارو او څړځایونو یرغل وکړي.
ورته وخت کې د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي هم وايي که څه هم د کرنې ریاست هرکال د ملخانو په وړاندې د مبارزې کمپاین کوي خو دغه کمپاین د پام وړ پایلې نه دي لرلي.
د غور ولایت ۸۰ سلنه وګړي کروندګر دي دغه ولایت له یوې خوا، له کلونو راهیسې وچکالۍ سره لاس او ګرېوان دی؛ بلخوا کروندو ته یې د ملخانو یرغل ستر ګواښ ګڼل کېږي.





