د هرات ګمرګ سلګونو کارګرانو نن د دغې ادارې مخې ته له هرات نه اسلامکلا ته د دغه ولایت د ګمرک لېږدولو په غبرګون کې اعتراض وکړ او خبرداری ورکوي، که د یاد ګمرک د لېږدولو طرحه عملي شي، لویې لارې به د ټرافیکو پر مخ وتړي.
دوی د کارګرانو وضعیت ته د حکومت پر نه پام نیوکه کوي او وايي، د دې پر ځای چې حکومت خلکو ته کاري اسانتیاوې برابرې کړي، وزګاره کوي یې.
د هرات ګمرک کارکوونکيو ملااحمد او سیدحارث پهدې اړه سلاموطندار ته وویل چې د یادې طرحې په عملي کولو سره به د دغه ګمرک شاوخوا ۲۰ زره کارګران او سوداګر فلج شي چې ناوړه پایلې لرلای شي.
دوی وايي، په یاد ګمرک کې سلګونه کارګران کار کوي او که له هرات نه اسلامکلا ته ولېږدول شي، بېبرخلیکه به پاتې شي او هاغه مهال به بیا له وسلهوالو سره یوځای کېږي یا به غلاوې کوي چې باید غوښتنو ته یې پام وشي.
د هرات د ولایتي شورا رییس کامران عليزايي هم وايي چې دولت اسلامکلا ته د هرات ګمرګ له لېږدولو وړاندې باید کارګرانو ته کاري شرایط برابر کړي.
اړوند مطالب:
اعتراض کوونکو د هرات ګمرک دروازه و تړله
د نیمروز ګمرک عواید د کال څه باندې ۳ میلیارده افغانۍ کسر لري
د نوموړي په وینا، اوس په ګمرک کې له څلورو تر پنځو زرو کارګران کار کوي او له همدې لارې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي؛ نو پهکار ده چې د ګمرک له لېږدولو وروسته د هغوی ستونزې هم حل شي.
د هرات ګمرک رییس نه غواړي پهدې اړه رسنیو ته څه ووايي، خو د دغه ولایت د والي مرستیال مجیبالرحمان فیضي اسلامکلا ته د هرات ګمرک لېږدولو موخه د عوایدو له بېّځایه تلو او هرات ښار ته د شکمنو وسایطو د راتګ مخنیوی بولي.
د نوموړي په وینا، کوم کارګران چې اوس په ګدامونو کې کار کوي، کولای شي اسلامکلا ته لاړ شي او خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
فیضي زیاتوي، اسلامکلا ته د هرات ګمرک لېږدولو پرېکړه د دغه ولایت د اوسېدونکیو په غوښتنه شوې ده.
خو معترض کارګران وايي، که ګمرګ ولېږدول شي، دوی اسلامکلا ته د تلو کرایه چې له هرات ښار نه ۱۲۰ کیلومتره لرې ده، نهلري.