
د افغان ښځو شبکې د ولسي جرګې ټاکنو پر مهال د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د خپل راپور پایلې اعلان کړې.
د دغه راپور له مخې، پولیسو د رایورکولو په ورځ ښځینه رایورکوونکې ځورولي دي.
په دغه راپور کې لیکل شوي، څومره چې نارینهوو ته د ټاکنیزو سیالیو اسانتیاوې برابرې وې، په هغه کچه د ولسي جرګې ټاکنو ښځینه نوماندانو اسانتیاوې نه لرلې.
د افغان ښځو شبکې غړې روبینا همدرد وايي، پولیسو د رایورکولو پر مهال ښځینه ځورولي او په دې اړه د ټاکنو په ورځ ورته معلومات رسېدلي وو.
په دې څېړنه کې راغلي چې د ټاکنو په ورځ د امینداورو مېرمنو لپاره هم هېڅ ډول اسانتیا په پام کې نه وه نیول شوې.
د افغان ښځو شبکې غړې زیاتوي، راپور یې د هېواد په کچه د دې شبکې د ۲۲۱ څېړونکیو له لوري چمتو کړی دی.
موږ وغوښتل پهدې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم واخلو، خو له پرلهپسې هڅو سره سره و نه توانېدو.
اړوند مطالب:





