هلمندیان: حکومت سویلي ولایتونه له پامه غورځولي

د هلمند مرکز لښکرګاه کې نن سلګونه قومي مشران، مدني فعالان او عام‌خلک راټول شوي‌وو او په افغانستان کې یې د سولې د روانو هڅو ملاتړ؛ خو پر حکومت نیوکه وکړه چې سویلي ولایتونه یې له پارمه غورځولي دي.

قومي مشرانو او مدني فعالانو جګړې، وزګارتیا او د اساسي پروژو نه پلي کېدل؛ هغه ستونزي وښودې چې د خلکو پر ژوند یې منفي اغېز کړی‌دی.

د غونډې ګډونوالو د سولي روانو خبرو ملاتړ وکړ او له ښکېلو غاړیو يې وغوښتل چې جګړه ودروي او خلک نور ونه‌کړوي.

د غونډې ګډونوالو پر حکومت نیوکه وکړه چې په هلمند، کندهار، زابل، روزګان او نیمروز ولایتونو کې یې اساسي او بنسټیز کارونه نه‌دي کړي او په وینا یې، د دې ولایتونو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره لاس ‌و ګریوان دي.

په لښکرګاه کې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو په وینا، اوسني حکومت په‌خپله څلور کلنه واکمني کې  په‌دې ولایتونو کې یوه اساسي پروژه هم نه‌ده پلې کړې.

  قومي مشر عبدالاحد معصومي وویل، نن څوک په‌ خپلو حقوقو پوهېږي، ځکه خو د دوی ټول وګړي د خپلې حوزې د حقوقو غوښتونکي دی.

قومي مشرانو غوښتنه وکړه چي د سولې راتلونکې مشورتي لويې جرګې له‌پاره دې له سویلي ولایتونو  وړ او د خلکو په خوښه کسان وټاکي چې د دې ولایتونو ښه استازیتوب وکړي.

ورته مطالب:

د هلمند د سقوط شویو ولسوالیو اوسېدونکیو ټولنیزې او اقتصادي ستونزې

هلمند کې لا هم راکړه ـ ورکړه په پاکستانیو کلدارو کېږي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام