بریالۍ ښځې؛ له حلیمې یعقوب تر عادلې راز

د فمنیستي خوځښتونو له پرمختګ سره سره، اوس هم د نړۍ په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د ښځو ونډه د نارینه‌وو په پرتله کمه ده.

د ټولې نړۍ په کچه یوازې د ۱۷ هېوادونو مدیریت د ښځو په لاس کې دی. ۱۸ سلنه ښځې په یادو هېوادونو کې تر وزارته رسېدلي او د نړۍ د پارلمانونو ټول‌ټال ۳۴ سلنه ښځو ډک کړي دي.

په سیاسي برخه کې د ښځو ونډه نه یوازې په سنتي او مذهبي هېوادونو کې کمه ده، بلکې پرمختللي هېوادونه هم نه‌دي توانېدلي چې د ښځو لپاره لازم بستر جوړ کړي.

په دغه مطلب کې مو هڅه کړې چې د مارچ اتمې یا د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په بهانه، هغه ښځې در وپېژنو چې په محافظه‌کارو هېوادونو کې نسبتاً ښو موقفونو ته رسېدلې دي.

حلیمه یعقوب

حلیمه یعقوب، په سنګاپور کې لومړنۍ مسلمانه ښځینه ولسمشره ده. نوموړې تر دې مخکې د سنګاپور د پارلمان رییسه وه. اغلې یعقوب په حقوقو کې له سنګاپور پوهنتون نه د لېسانس او ماسټرۍ سندونه اخیستې دي.

حلیمې یعقوب خپل فعالیت په ۱۹۷۸ میلادي کال کې د سنګاپور د سوداګرۍ ملي اتحادیې په کنګره کې پیل او په ۲۰۰۱ کال کې یې د سیاست ډګر ته را و دانګل.

شیخ حسینه

شیخ حسینه وازد، د بنګله‌دېش لسمه لومړۍ وزیره ده. نوموړې د بنګله‌دېش لومړنۍ لومړۍ وزیره ده چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د ۱۱ کلونو لپاره په واک کې پاتې شوې ده.

شیخ حسینه ۷۱ کاله عمر لري او د بنګله‌دېش د لومړني ولسمشر شیخ مجیب‌الرحمان لور ده.

شهزادګۍ ریما

سعودي عربستان د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې د لومړي ځل لپاره په امریکا کې یوه ښځه خپله سفیره وټاکله. شهزادګۍ ریما چې ۴۴ کاله عمر لري، د عربستان لومړنۍ ښځینه سفیره ده.

شهزادګۍ ریما څو کاله هاغه مهال چې پلار یې بندربن‌سلطان‌ال‌سعود په امریکا متحده ایالتونو کې سفیر و، په یاد هېواد کې ژوند کړی دی. نوموړې په جورج واشنګټن پوهنتون کې زده‌کړې کړې دي.

عادله راز

عادله راز، لومړنۍ افغانه ښځه ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازې په توګه ټاکل شوې ده. نوموړې په پکتیکا ولایت کې زېږېدلې او د امریکا په تقتس پوهنتون کې یې د حقوقو او ډېپلوماسۍ برخه کې زده‌کړې کړې دي.

نوموړې د ولسمشرۍ ماڼې د اړیکو د مدیرې او د ولسمشر د ویاند مرستیالې، د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د ځانګړې راپور ورکوونکې او د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو د مرستیالې په توګه کار کړی دی.

رشیده طیب

رشیده طیب، هغه فلسطېنۍ ښځه ده چې له میشیګان ایالت نه یې د ډېموکراټانو په استازولۍ د دغه هېواد سنا ته لار موندلې ده. نوموړې ویلي وو چې د دغه مسوولیت د پیل لپاره به په فلسطیني جامو کې لوړه کوي.

د نړۍ د اقتصادي مجمع د معلوماتو له مخې، نړۍ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د نارینه‌ او ښځینه‌وو ترمنځ تر ټولو ډېر جنسیتي واټن تجربه کړی دی. د یادو معلوماتو له مخې، دغه واټن په سیاسي برخه کې ۷۷ سلنه، په اقتصادي برخه کې ۴۱،۹ سلنه، زده‌کړو ته د لاسرسي برخه کې ۴۴ سلنه او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي برخه کې هم ۴،۶ سلنې ته رسېږي.

اړوند مطالب:

د مارچ اتمه او د یوې بدکارې ښځې کیسه

بامیان؛ د ښځو لپاره ځانګړی کتابتون جوړ شو

د «مډرنو غلامانو» ۷۱ سلنه ښځې دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام