دانش پر ۲۱۵ میوند قول اردو برید وغنده

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن د پلټنې د عالي ادارې د رییس د پېژندلو په غونډه کې د هلمند پر ۲۱۵ میوند قول اردو د طالبانو برید د غندلو ترڅنګ وویل، د افغانستان دوښمنان له یو لوري د سولې نارې وهي او له بله‌خوا د پوځ د ماتولو او منحلولو هیله لري چې دا کار ناشونی دی.

دانش په هلمند کې د تېرې ورځې برید ته په اشارې وویل، طالبان په دا ډول ترهګریزو بریدونو سره غواړي چې د سرتېرو روحیه کمزورې کړي چې په ونیا یې دا ارمان به ګور ته یوسي.

سرور دانش زیاتوي، امینتي ځواکونه لکه چې په تېرو ۱۸ کلونو کې په لوړه روحیه د هېواد او افغانانو د دفاع لپاره جنګېدلي، تر دې وروسته به هم په هېواد کې د تلپاتې سولې تر راتلو خپلې دفاع او مقاومت ته دوام ورکړي.

طالبانو د جمعې په شپه ناوخته د شورابک پر پوځي اډې چې د هلمند په واشېر ولسوالي کې ده، برید وکړ. د ۲۱۵ میوند قول اردو هم په همدې ځای کې ده.

۲۱۵ میوند قول اردو: د نیمروز پر لویه لاره د طالبانو ګمرک مو ویجاړ کړ

د ملي اردو ځانګړو عملیاتو فرقه په قول اردو بدله شوه

امنیتي چارواکي وايي، په یاد برید کې چې د جمعې په ماښام پای ته ورسېد، ۲۳ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د هلمند د سیمه‌ییزو چارواکیو په وینا، په یاده جګړه کې د ۸ ځانمرګیو بریدګرو په ګډون، ۲۰ طالبان هم وژل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام