د افغانستان د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې په پلازمینه کې يې د حوزو ټول ۱۷ امران ګوښه کړي دي.
دغه وزارت وایي، چې د ګوښه شویو امرانو پر ځای نوي کسان حوزو ته پېژندل شوي دي.
د کابل امنیه قومندان جنرال عبدالرحمان رحیمی د دوشنبې په ورځ( ۲۰۱۵ـ مارچ ۲مه) د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې و ویل، چې ټولټال ۲۷ لوړ پوړي امنيتي چارواکي يې له خپلو دندو ګوښه کړي دي.
عبدالرحمان وايي، چې په ګوښه شويو کسانو کې د ۱۷ امنيتي حوزو امرينو په ګډون، د کنډک قومندانان او نور لوړ پوړي پولیس هم شامل دي.
سرچینه د لوړ پوړو امنيتي چارواکو ګوښه کولو يواځینۍ موخه د کابل ښار د لا ښه امنیت له پاره يو ګام بولي.
د کابل امنيه قومندان د حوزو له ټولو امرینوغوښتنه وکړه، چې د فساد او نا امنۍ سره کلکه مبارزه وکړي.
عبدالرحمان د ګوښه شویو امرینو دکار ستاېنه وکړه او له نویو ګومارل شویو امرینو څخه یې د لا زیاتو فعالیتونو هیله وکړه.
له بل لوري د کابل امنیه قومندان دغه اونۍ د بېلابېلو قضیو په تړاو د ۳۸ تورنو کسانو د نيولو خبر هم ورکړ.
د امنيه قومندانۍ چارواکي وايي، چې یاد کسان يې په ۲۲ جنايي بېلابېلو قضیو کې نيولو دي.
د امنیتي چارواکو په وینا تورن کسان د وژنو، وسایطو په غلا او د وسلو غیر قانوني لیږد په تور د څلورمې، اتمې، پنځلسمې او د یارلسمې حوزو په اړوندو سیمو کې یې نيولي دي.
ویل کیږي، چې د ملي یووالي حکومت په کابل او ولایتونو کې د امنیتي چارواکو تغیر او تبدیل په هېواد کې د امنیت د خوندیتوب لپاره ترسره کوي.
له دې وړاندې، چې کله د فراه او هرات ولايتونو په ځينو سيمو کې د ناامنيو راپورونه زيات شول، نو ولسمشر اشرف غني سم د واره دغو ولايتونو ته سفر وکړ او یو زیات شمېر امنيتي چارواکي يې له دندو ګوښه کړل.





