د هند او پاکستان ترمنځ ترنګلتیا؛ په افغانستان کې نیابتي جګړه پېښوي

د پاکستان پر خاوره د هند له هوايي برید وروسته د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې زیاتې شوې‌دي.

په تازه پېښه کې د پاکستان پوځ دوه هندي جنګي الوتکې نسکورې کړي او هند یې هم په مقابل کې یوه پاکستاني جېټ الوتکه له منځه وړې ده.

یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د نښتو زیاتېدل به افغانستان کې د نیابتي جګړو او سیاسي ننګونو لامل شي.

سیاسي کارپوه جعفر مهدوي وايي، که‌چېرې افغان حکومت وغواړي له دغو نښتو زیان ونه ویني؛ خپله بې‌طرفي دې وساتي چې د دغو شخړو پایله کې افغانستان کې د تشدد او د سیاسي او امنیتي وضعیت له ترینګلي کېدو مخنیوی وشي.

بل سیاسي کارپوه احمد سعیدي وايي، پاکستان به د هند ګټو زیان‌منولو په موخه افغانستان کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې ترسره کړي.

د ښاغلي سعیدي په وینا، افغانستان په جدي توګه له دغو نښتو څخه زیان‌لیدونکی دی.

له‌دې سره سیاسي کارپوهان ټینګار کوي چې د هند او پاکستان ترمنځ نښتې به کمې شي او هېڅکله هم به هم په مخامخ جګړې بدلې نه‌شي.

اروپايي ټولنې او چین تېره ورځ له هند او پاکستانه وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر هندي پوځیانو له ځانمرګي برید وروسته، چې شاوخوا ۴۰ هندي پوځيان په کې ووژل شول، دغه هېواد تېره ورځ د پاکستان خاوره کې په جیش محمد ډلې هوايي برید وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو زیاتېدو لامل شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام