«د کابل رایې دې باطلې او د ټاکنو کمېسیون کمېشنران دې محاکمه شي»

د کابل یو شمېر معترضو نوماندانو نن یو ځل بیا د پلازمېنې د رایو باطلولو او محکمې ته د ټاکنو کمېسیون د چارواکیو ورپېژندلو په اړه په پښتونستان څلورلارو کې را ټول شوي وو.

دوی د ټاکنو کمېسیون غړي او د کمېسیون د دارالانشا رییس په پراخو درغلیو تورنوي.

معترض نوماندان وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په چارو کې د ارګ لاسوهنې د خلکو له رایو سره خیانت بولي او وايي، که حکومت او نړېوال بنسټونه پر ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له فشار راوړلو لاس وا نه‌خلي، د خلکو له غوسې سره به مخ شي.

معترض نوماندان حسن‌جان دولتزی او صدیق منصور انصاري وايي، د ټاکنیزو شکایتونو د مخکینۍ پرېکړې له مخې دې د کابل رایې باطلې اعلان او د ټاکنو کمېسیون مسوولان دې عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.

معترضان ګواښ کوي، که حکومت یې غوښتنو ته پام و نه‌کړي، خپل اعتراضونه به لا پراخ کړي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي د معترضو نوماندانو ادعاوې بې‌بنسته بولي او وايي، معترض نوماندان که اسناد لري؛ نو د څېړنې لپاره دې اړوندو بنسټونو ته وسپاري.

د کابل رایو د باطلولو لپاره د معترضو نوماندانو هڅې

له ۳۰۰ ډېر معترض نوماندان د کابل د رایو باطلېد غواړي

د کابل او کوچیانو لومړنیو پایلو په اړه ۱۰۰۰ شکایتونه ثبت شوي

د تاکنو کمېسیون د ویاند مرستیال ذبېح‌الله سادات وايي، معترض نوماندان دې پر لارو او سړکونو عامو خلکو ته د ستونزو جوړولو او لاریونونو پرځای، خپل اسناد او شواهد عدلي او قضايي ادارو ته وسپاري او په لوی لاس دې د ټاکنو ملي پروسه نه زیانمنوي.

په همدې حال کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي د کابل د ټاکنو په اړه د ۱۰۰۰ شکایتونو د ترلاسه کولو خبر ورکوي او وايي، دوی به پر خپل ټاکلي وخت د معترضانو ټول شکایتونه وڅېړي او پایلې به یې اعلان کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام