خلیلزاد ولسمشر ته د دوحې غونډې راپور وړاندې کړ

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېر ماښام د افغانستان له ولسمشر محمداشرف غني او د حکومت له نورو غړیو سره د دوحې غونډې راپور شریک کړ.

د خبرپاڼې له مخې، خلیلزاد ویلي، په یادې غونډې کې د افغانستان د نظام جوړښت او د لنډمهالي حکومت جوړېدو په اړه هېڅ خبرې نه‌دي شوي او هغه څه چې په رسنیو کې خپاره شوي، ناسم او یوازې شایعه دي.

په خبرپاڼې کې د خلیلزاد له قولي لیکل شوي چې دوی له طالبانو سره یوازې د اوربند په اړه خبرې کړي، خو تراوسه په‌دې برخه کې پرمختګ نه‌دی شوی.

نوموړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه له طالبانو سره هوکړه رد کړې او ویلي یې دي، په‌دې برخه کې هره پرېکړه به له افغان دولت سره د مفصلو خبرو اترو له لارې کېږي.

خلیلزاد ټینګار کړی چې د امریکايي استازیو مسوولیت د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو لپاره اسانتیاوې برابرول دي چې نوموړی به دې موخې ته د رسېدو لپاره یو ځل بیا د طالبانو له استازیو سره وګوري.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، خلیلزاد ویلي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتلو لپاره د حل یوازینۍ لار د بین‌الافغاني خبرې اترې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام