
د ټاکنیزو شکایتونو اورېدلو کمېسیون ویاند عليرضا روحاني سلام وطندار ته وویل چې دغه کمېسیون سره د ولسي جرګي ټاکنو په اړه تر ۱۱ زرو زیات شکایتونه ثبت شويدي.
د ښاغليروحاني په وینا چی دوی دغه شکایتونه په درېیوو برخو ويشلي چې لومړۍ برخه یې ځکه لومړیتوب لري چې د ټاکنو پر پایلو اغېز لري.
ښاغلی روحاني زیاتوي، دویم او درېیم ګروپ شکایتونه د لومړي هغه په پرتله جدي نهدي او د ټاکنو پر پایلو مخامخ اغېز نهکوي.
خو د ټاکنیزو شکایتونو اورېدلو کمېسیون ویاند دا ونه ویل چې څومره شکایتونه څېړل شوي او د تغییر په حال کې دي.
ښاغلي روحاني د شکایتونو څېړنو د پای ته رسېدلو نېټه هم ونه ښوده؛ خو دومره یې وویل چې پهدې برخه ډېر چټک کار روان دی.





