د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دغې ډلې یو مهم قوماندان ملاعبدالغني برادر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس وټاکل شو.
طالبان وايي، «له امریکا سره د سولې خبرو اترو د ښه پرمختګ او بریا په موخه یې دا اقدام کړی دی».
د راپورونو له مخې، طالبانو د دې ترڅنګ، د خپلې ډلې یو شمېر والیان او نور مهم مسوولان هم بدل کړي او ځینې یې نوي ګومارلي دي او دغه راز د حکومت او طالبانو ترمنځ ځینې بندیان هم تبادله شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو څلورم پړاو هم له تېرو څلورو ورځو راهیسې پیل شوی دی.
د طالبانو د اعلان له مخې، په دې غونډې کې د شېرمحمدعباس ستانکزي په مشرۍ د دوی ۸ او د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا ۱۱ استازي ګډون لري.
ملاعبدالغني برادر اوس پنځوس کلن او د هغو څلورو کسانو له ډلې یو دی چې به ۱۹۹۴ میلادي کال کې یې د ملاعمر په مشرۍ د طالبانو د تحریک بنسټ کېښود.