
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان وايي، هغو تاسیساتو ته یې د اصلاح لهپاره یوه اوونۍ وخت ورکړی چې په کابل کې د هوا ککړوالي لامل شوي او که پهدې موده کې سم نهشي، د جریمې کولو ترڅنګ به یې د فعالیت مخه هم ونیسي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال عزتالله صدیقي وايي، په ژمي کې د دې ادارې د عملیاتي پلان له مخې له هغو تاسیساتو سره جدي او قانوني چلن کوي چې د هوا ککړوالي لامل کېږي.
د نوموړي په وینا، تراوسه یې ۴۳۴ حمامونه، هوټلونه، څو پوړيزې ودانۍ او نور تاسیسات په نښه کړي چې د هغو ککړوالي لامل شوي او له دې ډلې یې ۱۶۶ هغه تړلي هم دي.
صدیقي زیاتوي، د دې لهپاره چې د هېوادوالو د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو مخه و نه نیسو او هغوی هم څو ځله ادارې ته مراجعه کړې؛ نو یوه اوونۍ وخت مو ورکړ، څو د هوا ککړوالي مخنیوي برخه کې اصلاحات راولي، خو که داسې یې و نهکړل، نه یوازې نغدي جریمه به یې کړي، بلکې لویې څارنوالۍ ته به یې هم ور وپېژني.
د برېښنا کمښت د کابل د هوا ککړوالي لامل شوی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسوولانو په وینا، په هوا کې د معلقو ذراتو محاسبه کوونکې دستګاوې معیاري نه دي او د لنډمهال لهپاره کولی شي، په هوا کې د یادو ذراتو کچه محاسبه کړي.
د دغې ادارې مسوولان له کورنیو چارو وزارت، کابل ښاروالي، نورو اړوندو ادارو او عامو خلکو نه غواړي چې د هوا ککړوالي کچې په راټیټولو کې له یادې ادارې سره همکاري وکړي.





