
له ۳۴ ورځني ځنډ وروسته نن د نوي ۹۶یم لمریز کال پر لومړۍ ورځ سهار مهال پاکستاني حکومت د تورخم دروازه د قانوني سندونو لرونکیو کسانو او ټرانسپورټي وسایلو پر مخ پرانیستله.
پاکستاني حکومت په خپل هېواد کې له څوو پرلهپسې چاودنو وروسته پر ډیورنډ فرضي کرښې له افغانستان سره موجودې دروازې د افغان مسافرو او سوداګرو پر مخ وتړلې.
تورخم کې د سرحدي پولیسو کمیسار قسیم شینواري سلام وطندار سره اړیکه کې وویل، چې نن سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې پاکستاني حکومت د تورخم دروازه د قانوني اسندونو لرونکیو کسانو او ټرانسپورټي اکمالاتو پر مخ خلاصه کړه.
دی زیاتوي، چې اوس په دغه دروازه تګ ـ راتګ پیل شوی دی.

شاوخوا پینځه اوونۍ مخکې له پاکستان سره د ډریونډ پر فرضي کرښه د تورخم او چمن لارې د مسافرو او لویو موټرو پرمخ وتړل شوې، چې په دې موده کې یوازې د دوو ورځو لهپاره د تورخم دروازه د مسافرو پرمخ خلاصه شوې وه؛ خو دا ځل د تورخم او چمن دواړه لارې د مسافرو او لویو موټرو پرمخ د نامعلومې نېټې خلاصې شوي.
بل پلو د ننګرهار د ولایتي ادارې ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، چې یاده دروازه د اوږد مهال لهپاره د قانوني اسنادو لرونکیو کسانو او ترانسپورټي وسایطو پر مخ خلاصه شوې ده.
د تورخم او چمن دروازو تړلو له امله د کرښې دواړو غاړیو ملکي وګړي له سختو ستونزو سره مخ وو او همدا ډول د دواړو غاړیو سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.





