
د معلولانو او شهیدانو ورثې ملاتړ ادارې رییس لعلالدین اریوبي نن کابل کې خبري غوندې ته وویل چې د افغانستان د ټول نفوس ۱۰،۸سلنه معلول دي چې ۲،۸سلنه یی شدید معلولیت لري.
د ښاغلي اریوبي په وینا، لهدې شمېرې ۵۹ سلنه نرینه او ۴۱سلنه ښځینه دي.
دی له بدهمرغه وایي چې په هرو پنځو کورنیو کې یو شخص معلول دی.
ښاغلی اریوبي زیاتوي، په پام کې ده چې د شهیدانو ورثې او معلولو کسانو پر کلنیو حقوقو هم له سره کتنه او هم ورته د زدهکړو او تر څنګ نورو عامه خدمتونو ته ـ چې مخکې یې ورته کم لاسرسی لرلو ـ اسانتیاوې برابرې شي.

د معلولو او شهیدانو ورثې ملاتړ ادارې رییس لعلالدین اریوبي زیاتوي، د اداري فساد پرضد مبارزه یې لومړیتوب دی؛ ځکه خو یې په ۳۴ ولایتونو کې د معلولو او شهیدانو ورثې پر سندونو بیاکتنه پیل کړېده.
افغانستان کې د ۴۰ کلنې جګړې یوه پرځای پاتې ټولنیزه ستونزه د میلیونونو معلولانو او د شهیدانو ورثه دي او د کتونکیو په اند چې تل یې ستونزې ته په جدي ډول رسېدنه نهکېږي.





