د انساني‌قاچاق ځواب ویلو په موخه د راستنېدنې ملي میکانیزم انلاین ډیټابیس پرانېسته

د عدلیې وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان له لوري د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM) او د انساني‌قاچاق ځواب ویلو په موخه انلاین ډيټابیس پرانېستل شو.

د انساني‌قاچاق او کډوالو قاچاق سره موثره مبارزه، د کډوالو قاچاق او انساني‌قاچاق قربانیانو نه ملاتړ او د دولتي او غیردولتي ادارو ترمنځ د کډوالو او انساني‌قاچاق قربانیانو سره د مرستې له‌پاره د همغږۍ رامنځته کول؛ د دغه میکانیزم له موخو څخه دي.

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت د دغه میکانیزم او ډیټابیس پرانېستو مراسمو کې وايي، د دغه ډیټابیس له لارې د انساني‌قاچاق او کډوالو قاچاق قربانیانو او قاچاقیانو په اړه ټول معلومات ثبتېږي.

افغانستان کې د کډوالو نړۍوال سازمان استازی لورنس هارتس وايي، رسنۍ، مدني ټولنه او دیني‌عالمان د انساني‌قاچاق ښکارندې سره مبارزه کې مهم رول لوبولی شي.

ښاغلی هارتس وايي، پولیس او عدلي او قضايي بنسټونه هم باید پوه شي چې د انساني‌قاچاق او کډوالو قاچاق قربانیانو سره څنګه چلند وکړي.

د هغه په وینا، که‌چېرې پولیس د انساني‌قاچاق یوه قرباني سره مخ شي؛ باید ژر تر ژره اقدام وکړي او هغه خوندي ځای ته ولېږدوي.

د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM)، د انساني‌قاچاق او د کډوالو قاچاق سره د مبارزې قانون د ۵مې مادې اووم بند په مطابق جوړ شوی‌دی.

افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان او همکارو بنسټونو موندنې ښيي چې د انساني‌قاچاق او کډوالو قاچاق ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام