دفاع وزارت متقاعدو او تنقیص شویو افسرانو د معاشونو نه ورکړې له امله لاریون وکړ

د ملي اردو د پخوانیو منسوبینو د عمومي شورا لسګونه مقاعد او تنقیص شوي غړي نن (دوشنبه) په کابل کې د ملي دفاع وزارت مخې ته د خپلې تنخوا غوښتلو په موخه راټول شوي وو.

دغه اعتراض کوونکي وايي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او د وزیرانو شورا د پرېکړې پربنسټ باید د دوی دوه کلن امتیازونه ورکړل شي خو د ملي دفاع وزارت يي نه ورکوي.

د ملي اردو د پخوانیو منسوبینو عمومي شورا مشر نجیب الله مجاهد خبریالانو ته وویل، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي امنیت شورا پرېکړې په دفاع وزارت کې نه پلي کېږي او د دوی تنخوا نه ورکول کېږي.

مجاهد تور پورې کړ، چې د ملي دفاع وزیر او د ملي امنیت رییس د تبعیض له امله د دوی معاشونه نه ورکوي.

دی وايي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ درې مصوبې پاس کړي دي، چې د اساسي قانون مطابق دي د دې مصوبې تعقیب له پاره حقوقي فیصلي وجود لري چې پوځیان د تخوا مستحق دي، خو له بده مرغه دا مصوبه د ملي دفاع وزیر او امنیت رییس له خوا نه تطبیق کېږي.

دغو لاریون کوونکو خبرداری ورکړ، که غوښتنو ته يي پاملرنه ونه شي خپلو مدني حرکتونو ته به زور ورکړي.

خو په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلام وطندارته وویل، د دغو کسانو د تنخواګانو په اړه  د دفاع وزارت، د چارو ادارې او د تنقیص شویو افسرانو استازو ترمنځ خبرې اترې شوي دي او اوس هم دوام لري.

وزیري زیاته کړه، د دفاع وزارت د چا حق نه خوري او هره پرېکړه چې وشي دوی يې پلي کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ۱۳۹۴ کال کې د وزیرانو شورا د ۳۱مې مصوبه ۹مې فقرې یو ځل بیا د دغو تنقیص شویو افسرانو د بیاځلي معاشونو د ورکړې موضوع تصویب کړې وه.

په تصویب شوې مصوبه کې لیکل شوي دي: "د ملي دفاع وزارت د تنقیص شویو افسرانو معاشونه او حقوق دې د څلورو کلونو په موده کې په قسط وار ډول ورکړل شي".

خو دا دویم لاريون دی، چې د ملي اردو دغه تقاعد شوي افسران او منسوبین یې د خپلو حقونو ترلاسه کولو له پاره په کابل کې د ملي دفاع وزارت ودانۍ مخې ته کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام