د ۲۰۱ سېلاب قولاردو ویاند هارون یوسفزي سلام وطندار ته وویل، د غوڅ ملاتړ په مرسته د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې له یوې اوونۍ راهیسې د افغان ځواکونو په روانو هوايي عملیاتو کې طالبانو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
د یوسفزي په خبره پهدې عملیاتو کې له طالبانو ۱۲ کلي پاک شويدي او همداراز د طالبانو د نظامي زدهکړو یو مرکز، یو زندان او د وسلو او مهماتو یو زېرمتون هم د هوايي بریدونو له امله له منځه تللې ده.
د ۲۰۱ سېلاب قولاردو ویاند زیاتوي چې پهدې عملیاتو کې ۳۰ طالبان وژل شوي، ۸ تنه ټپیان شوي او ۹ یې ژوندي نیول شويدي.
د کاپیسا ولایتي شورا وايي، د بدراب دره ـ چې همدا اوس پهکې عملیات شوي ـ په ورستیو کالونو کې د طالبانو لهپاره امنځای و او د طالبمشرانو هلته آزادانه فعالیتونه کول.
د کاپیسا د ولایتي شورا مشر محمدحسین سنجنی ـ چې د طالبانو پرضد د دې عملیاتو نه راضي دی ـ وايي چې په تګاب کې طالبانو داسې زیانونه رسېدلي چې نور به تېر توان ونهلري.
سره لهدې چې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي د طالبانو د ځپلو په پار لهدې عملیاتو راضي دي؛ خو هیلهمن دي چې له عملیاتو سره سم د سیمې امنیت تامین شي.
تګاب د کاپیسا ولایت له ناامنو ولسوالیو ده چې د غرني چاپېریال په لرلو سره د طالبانو د فعالیت مرکز ګرځېدلی دی.
یو شمېر سرچینې وايي چې په وروستیو ۱۷ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د دولتی او بهرنیو ځواکونو عملیات د تګاب ولسوالۍ او د بدراب دره کې په اصلي موخو شويدي.