بغلان؛ د ولایتي شورا غړیو د پوهنې رییس ګواښلی دی

د بغلان د پوهنې رییس محمداسماعیل مجاهد وايي، د ولایتي شورا غړیو ګواښلی او د پوهنې ریاست په داخلي چارو کې هم لاس‌وهنه کوي.

مجاهد زیاتوي چې د یوې میاشتې په اوږدو کې د یو پوست له‌پاره درېیوو تنو د خپلې مقررۍ مکتوب ور وړي او دا موضوع له پوهنې وزارت سره هم شریکه شوې‌ده.

د بغلان د پوهنې رییس په خبره، د پوهنې وزارت امر کړی چې په یاد پوسټ دې له درېیوو کسانو یو وګومارل شي؛ خو د ولایتي شورا رییس د خپل کس په ګومارلو ټینګار کوي.

په ورته وخت کې د بغلان د ولایتي شورا رییس محمدصفدر محسني د ګواښ ادعاوو په ردولو سره وايي، د نظامي او غیرنظامي ادارو څارنه د ولایتي شورا دنده بولي او که په‌دې ادارو کې ستونزه پېښېږي؛ ولایتي شورا حق لري چې د ستونزې د حل له‌پاره مداخله وکړي.

له‌دې سره هم‌مهاله د ولایتي شورا مرستیال د پوهنې رییس ادعاوې ردوي او وايي چې د پوهنې رییس باید د خپلو ادعاوو له‌پاره اسناد وړاندې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام