ټیفا: ۱۰۸ نوماندانو له ټاکلې اندازې ډېر لګښت کړی

د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا ویاندې صغرا سعادت نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې په لسو ولایتونو کې به د دوی ۳۰۰ ثبت شوي څارونکي د ناامنیو له امله د رایو ورکولو لړۍ ونه څارلی شي.

اغلې سعادت د بایومتریک سیستم کارونه، د ټاکنو پر ورځ امنیت، د ښځو ګډون، د دولتي چارواکیو لاسوهنه، د نړۍوالو څارونکیو نه‌شتوالی او داسې نورو ستونزو په اړه د اړوند بنسټ اندېښنې په ډاګه کړې.

نوموړې زیاته کړه، د هېواد په ۹ ولایتونو کې له ۱۰۸ ډېرو نوماندانو په ټاکنیزو مبارزو کې له ټاکلې کچې ډېرې پیسې لګولي چې ډېره برخه یې پر خلکو د پیسو وېشلو، رسنیو کې په لوړه بیه تبلیغاتو، خلکو ته د ډوډۍ ورکولو، په غونډو کې د څادرونو، لونګیو او کرېډېټ کارتونو وېشلو کې لګېدلي دي.

په همدې حال کې د ټیفا بنسټ رییس نعیم ایوب‌زاده وویل، ټاکل شوې وه چې د ټاکنو بهیر څارلو له‌پاره د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې ۷۵۰۰ څارونکي وګوماري، خو په وینا یې اوس به ۷۲۰۰ کسان وګوماري او ۳۰۰ نور د ناامنیو له کبله یاد بهیر څارلی نه‌شي.

د ایوب‌زاده په وینا، که د ټاکنو تر ورځې امنیتي وضعیت نور هم خراب شي، د دوی په فعالیتونو به هم منفي اغېز وکړي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا مسوولان وايي، که څه هم د تېرو دورو ټاکنو په پرتله اوس امنیتي او تخنیکي ستونزې ډېري دي، خو هېوادوال باید په خپل پراخ ګډون سره دا ملي پروسه بریالۍ او هغه چاته رایې ورکړي چې ملي ګټو ته ژمن وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام