د ټاکنو کمېسیون ویاند حفیظالله هاشمي خبري غونډې ته وویل چې د نن شپې له ۱۲ بجو وروسته سکوت پیلېږي؛ په دغه پړاو کې هېڅوک د ولسي جرګې نوماندانو لهپاره د تبلیغ حق نهلري.
ښاغلي هاشمي د ولسي جرګې له نوماندانو وغوښتل چې د سکوت په پړاو کې خپل انځورونه د رایېاچوونې مرکزونو له ۱۰۰ متري لېرې کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان له رسنیو غواړي چې د سکوت په پړاو کې د ولسي جرګې نوماندانو په اړه له مثبت او منفي تبلغه ډډه وکړي.
د شکایتونو کمېسیون ویاند عليرضا روحاني سلام وطندار ته وویل، که د سکوت په پړاو کې نوماندان سرغړونې وکړي؛ قانوني چلند ورسره کېږي.
د ټاکنو قانون ۷۶ مادې ۲ فقرې پر بنسټ، د نن شپې له ۱۲ بجو د ولسي جرګې نوماندانو کمپاینونه پای ته رسېږي او د سکوت پړاو پلېږي.
د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید وایي چې د سکوت پړاو د رایو ورکوونکیو لهپاره د ارزونې او پرېکړې وخت دی چې پهدې پړاو کې د نوماندانو شعارونو، ژمنو او ځواکمني په اړه فکر وکړي.
د ښاغلي رشید په وینا، که رایهورکونکي له څېړنې او ارزونې پرته رایه ورکړي چې د استازولۍ وړتیا ونهلري، د ولسي جرګې او غوره شوي نوماند په ټولو ناسمو پرېکړو کې شریک ګڼل کېږي.
د ولسي جرګې ټاکنې د تلې پر ۲۸ مه د «شبنې» ورځ ترسره کېږي، حکومت او د ټاکنو کمېسیون د امنیتي تدبیرونو او رڼو ټاکنو ترسره کولو چمتووالي په اړه وطنوالو ته ډاډ ورکوي.