په ۲۰۰۲ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو د جوړښت بنسټ کېښودل شو. امریکا لومړی د افغان ملي اردو د نويکولو مشري او وروسته یې په ۲۰۰۵ کال کې د پولیسو او ملي اردو ځواکونو د روزنې مسوولیت پرغاړه واخېست.
المان د پولیسو په لیکو کې سمون، بریتانیا له نشهيې توکیو سره مبارزه، ایټالیا په قضايي دستګاوو کې سمون او جاپان هم د بېوسلېکولو چارې، د سیمو تصفیه او د استوګنې مسلو ته د افغانستان بیارغونې په برخه کې خپلو لومړيتوبونو کې ځای ورکړ.
پهدې ډله کې امریکا ۷۰ میلیارده ډالره ـ چې د افغانستان ۶۰ سلنه بودیجه جوړوي ـ تر ۲۰۱۶ میلادي کاله ولګوله.
د نړۍوالې ټولنې پوځي ځواکونو یوې سترې برخې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د دې لهپاره چې د افغانستان ملي اردو او پولیس پیاوړي شوي او لږ تر لږه د پوځي عملیاتو او سنګرونو دفاع په برخه کې د بهرنیو ځواکونو ملتیا ته اړتیال نهلري؛ افغانستان پرېښود.د افغانستان ملي اردو جوړښت او تشکیلات په لاندې ډول دي:
لښکري قوماندان د افغان ملي اردو د روزنې لهپاره د هېواد په پوځي ـ روزنیزو ځایونو او په پنځو قولاردوګانو کې په لګیا دي.
په مرکز کې د ۲۰۱ سېلاب قولاردو له ۴ لواګانو او ۱۶ کنډکونو نه جوړه ده.
په غزني او ګردېز کې د ۲۰۳ تندر قولاردو له ۳ لواګانو او ۱۱ کنډکونو نه تشکیل شوېده.
په کندهار کې د اتل ۲۰۵ قولاردو له ۴ لواګانو او ۱۶ کنډکونو نه جوړه شوې.
هرات کې د ظفر ۲۰۷ قولاردو له ۲ لواګانو او ۶ کنډکونو رغېدلې ده.
په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قولاردو له یوې لوا او ۵ کنډکونو نه جوړې شوېده.
د روزنې په برخه کې هم افغان ملي اردو له ۸ بېلابېلو برخو جوړه شوې چې د اردو روزنې اساسي او مهمه روزنیزه برخه پوځي ملي اکاډیمي جوړوي. د کابل پوځي روزنو مرکز هم په پنځو برخو وېشل شوېده.
د افغانستان دفاع وزارت هم ۶ ریاستونه لري چې په مرکز او ولایتونو کې زیاتره فرعي واحدونه هم د دغو ریاستونو تر قوماندې او څارنې لاندې دي چې تر ټولو مهم واحد يې د استخباراتو ریاست دی.
د یادونې ده چې په قولاردو کې له ۷ تر ۱۰ زره، فرقه ۳ زره، لوا زر، کنډک ۳۰۰، ټولی ۷۰، بلوک ۲۰ او ډلګی ۹ کسان لري.
دا جوړښت د دې ښکارندويې کوي چې د پوځي چارو جوړونکیو او طراحانو د افغانستان له پوخي جغرافیې د کره سنجش او نورو مواردو لکه نفوس، د محلي حکومت اقتدار او ان له مرکزه د ولایتونو لېرېوالي یا نږدېوالي پر بنسټ د ملي اردو جوړښت وېشلی دی. لهدې ټولو سره ـ سره ولې ملي اردو ونتوانېدله چې هر اړخیز عمل وکړي؟ تل په سیمه کې وي او د برید یا دفاع پر وخت پولیس، امنیت او ملي اردو ځواکونه تر پوښښ لاندې راځي؟
په وروستیو کلونو کې طالبانو څو ځلې پر پولیسو او ملي اردو چاپې ووهلې او کلابند یې کړل. د ملي یوالي حکومت له رامنځته کېدو سره د چاپې او کلابندۍ پېښې زیاتې شوې چې د څوو غمناکو پېښو رامنځته کېدو سبب شويدي. د میدان وردګو پوځي اکاډمي د فارغو شویو محصلینو پر کاروان برید، په جلرېز ولسوالۍ کې پر پولیسو او ملي اردو برید او وروسته کلابندي، هلمند کې د ملي اردو ځواکونو څو ورځنۍ کلابندي او بلخ کې په ۲۰۹ شاهین قولاردو پلان شوی برید يې ښې بېلګې دي.
د پولیسو او ملي اردو ځېنې چارواکي د جګړې پرمهال د پوځي تجهیزاتو ناوخته رسېدلو په برخه کې د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې بېلابېلو پېښو کې دولتي ځواکونه په ورځو او اوونیو طالبانو کلابند کړيدي او هېڅ مرسته نهده ور رسېدلې. په ځېنو مواردو کې په ډېرې سختي کلابندي ماته شوې او ځېنې وخت داسې هم شوي چې ټولې پوستې ونیسي او د ملي اردو او پولیس سرتېري اسیر شويدي.
ځېنو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې کلابندو امنیتي سرتېرو ته د پوځي تجهیزاتو لېږلو کې د امنیتي چارواکي وعدهخلافي او بېژمنتیا د لومړۍ لیکې سرتېري زړهتوري کړي او دا ستونزه د دې سبب شوې چې په ځېنو مواردو کې سرتېري له نښتې مخکې خپلې پوستې پرېږدي.
په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا دفاع وزارت راپور ورکړ چې د هوايي پوښښ نهشتوالي له امله زیاتره افغان سرتېري له دوښمن سره په جګړه کې له ټپي کیدو وېرېږي او فکر کوي که ټپیان شي د هوايي پوښښ نهشتوالي له امله به د جګړې په ډګرونو کې ژوند بایلي او یا به هم د دولت وسلهوالو مخالفانو په لاس ټوټې ـ ټوټې شي.
بغلان کې د ملي اردو قوماندان نعمت له خپلو ۱۴ سرتېرو سره ۱۳ ورځې د طالبانو په محاصره کې تېرې کړې. نوموړی وايي چې د محاصرې پر وخت يې ټولو امنیتي چارواکیو سره اړیکه نیولې او مرسته يې غوښتې ده؛ خو چا يې غوښتنې ته پام نهدی کړی.
جوزجان کې د ملي اردو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې پولیس او ملي اردو ځواکونو څو ځلې په درزاب ولسوالۍ کې له دفاع وزارت او محلي ادارې د ژر تر ژره مرستې غوښتنه کړې؛ خو د ولسوالۍ له سقوط یوه اوونۍ وروسته پوځي مرستې ولسوالۍ ته رسېدلي. د ده په وینا، زاړه تجهیزات، بېمودې مرسته رسول او د سرتېرو زړهتوری د ولسوالیو او پوستې سقوط لاملونه دي.
د سرپل ولایت سرتېري او پوځیان هم ورته شان کیسه کوي د ملي اردو ټولي یو قوماندان وايي چې د پوځیانو تجهیزاتو زوړوالی، د مخنیوي اقداماتو نهشتوالی، د منتظره قطعې نهشتوالی د وسایطو ترمیم لهپاره د امکاناتو نهشتوالی د دغه ولایت پوستو سقوط لاملونه دي.
هلمند کې د پولیسو یوه کنډک قوماندان احمد وايي چې په پوستو کې د سرتېرو کموالی، د اړتیا وړ تجهیزاتو نهشتوالی او ناوخته مرسته د دغه ولایت په کلیو او ولسوالیو کې د پوستو سقوط لامل شويدي. د نوموړي په وینا، امنیتي چارواکي د سرتېرو ستونزو څخه سم درک نهلري او د ولسوالیو له سقوط وروسته ادعا کوي چې اصلي لامل يې وظیفوي غفلت دی.
فراه کې د عامه نظم یو قوماندان د نوم نه ښودلو په شرط د فراه ښار ځېنو برخو سقوط کیسې ته په اشارې سره وايي چې د بالابلوک ولسوالۍ پر لار پر پوستو د طالبانو برید پرمهال پوځي مرستې په وخت سره نه رسېږي او بالاخره پوستې یوه ـ یوه سقوط کوي او سرتېري قتل عام کېږي. د نوموړي په وینا، د مرستو په رسولو کې کمزوري په یوه فرهنګ او عادت بدله شوې؛ نو ځکه خو زیاتره سرتېري له مقاومت مخکې پوستې پرېږدي. پرلهپسې پر ژمنو عمل نهکول د جنګي سرتېرو روحیې زیانمنوي او له هغوی يې مصلحت غوښتونکې ډلې جوړې کړېدي.
رویټرز خبري اژانس په ۲۰۱۶ کال کې په یو خپور شوي راپور کې لیکلي چې د ملي اردو له هرو ۱۰ سرتېرو ۸ تنو یې خپل مهمات پلورلي دي. او ان ځېنو یې خپل مهمات په طالبانو پلورلي دي.
خو داسې ښکاري چې د دې پوښتې یوه برخه چې ولې پولیس او ملي اردو ځواکونه د جګړې په لیکه کې د مهماتو له کموالي سره مخېږي؛ په ناامنو سیمو کې د پوستو قوماندانانو او سرتېرو فرصت طلبۍ او ګټو پورې تړاو لري.
هغه سرتېري چې د طالبانو له کلابندۍ خوشې شوي؛ اندېښنمنوونکې کیسه لري؛ یو سرتېری د نوم نه ښودلو په شرط وايي، د هرې پوستې قوماندان او سرتېري له هر برید مخکې مرکز ته خبر ورکوي؛ خو دغه خبر ورکول پایله نهلري. یو بل سرتېری هم وايي، کله يې چې ملګري د مرستې له رسېدو ناهیلي شي او مرګ هره شېبه نږدې وویني؛ تښتي او له دوه شپو وروسته خپل ښار ته رسېږي.
د اجرستان له جګړې یو شمېر سرتېري وايي چې د کلابندۍ پرمهال د پوځي مرستو الوتکو د دوی پرځای طالبانو ته مرستې رسولې. د دغه سرتېري په وینا، محلي چارواکي خپله د ولسوالیو او پوستو په سقوط کې لاس لري.
د الجزیرې شبکې په وروستي خپور شوي راپور کې راغلي دي چې د ملي یووالي حکومت په ۲۰۱۸ کال کې یوازې د افغانستان په ۵۶،۳ سلنه خاورې حاکمیت درلود او پاتې سیمې یا په پوره توګه او یا هم ځېنې برخې یې د دولت وسلهوالو مخالفانو تر واک لاندې دي.
ښکاري چې د جنګ دوام او په سنګرونو کې د سرتېرو وخیم شرایط، له هماغو لومړیو نه ډېر سرتېري د ملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې له یوځای کېدو نه زړهتوري کوي. د ملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې د جلبوجذب د وضعیت په اړه د سیګار ادارې د ۲۰۱۷ کال راپور کې راغلي چې په منځني ډول هر کال د ملي اردو یو پر درېیمه برخه او د ملي پولیسو یو پر پنځمه برخه سرتېرې پرته له کوم دلیله له لاسه ورکوي. پهدې راپور کې دا هم راغلي چې د دې موضوع یو علت جنګځپلیو سیمو ته د خدمت لهپاره د ځېنو نویو جذب شویو سرتېرو لېږل دي.
د پوځي چارو شنونکی جاوید کوهستاني د وزارتونو او امنیتي واحدونو پر کچه کمکارۍ، مدیریتي کمزوزۍ او بېپروګرامۍ نیوکې سره وویل چې د له لاسه تللو سیمو بیرته نیول نهشي کولی د ملي او پولیس ځواکونو مرګژوبله جبران کړي او نه هم هغه رواني زیان چې سرتېري او قوماندانان يې ویني.
امنیتي چارواکي هم مني چې د مرستې پرمهال هممهاله امنیتي ځواکونه نه رسېږي؛ خو د امنیتي ځواکونو هر ډول کمکاري او سازمان شوې کمزوري او روحیه ردوي او وايي، سرتېرو هر وخت د جنګ لهپاره چمتووالی ښودلی او قرباني یې ورکړېده.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، هر ځل د ولسوالیو د لاریو ابوهوا او ناامنیو د مرستو په رسولو کې خنډ جوړ کړیدی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم تر ګواښ لاندې امنیتي سرتېرو ته د نورو ځواکونو د ورلېږلو پرمهال د ناغېړۍ په ردولو سره وايي، جنګي شرایط کله ناکله په ټاکلي وخت کې د مرستو په رسولو کې خنډېږي؛ خو کهچېرې د هر برید او یا محاصرې په اړه امنیتي ارګانونو له مخکې خبر شي؛ احتیاطي او له وخته مخکې پروګرام به ونیسي.
داسې ښکاري چې د جګړې دوام او په سنګرونو کې د سرتېرو خراب وضعیت زیاتره کسان له پیله د ملي اردو او پولیسو په لیکو کې له یوځای کېدو زړهتوري کړيدي.
د افغانستان د بیارغونې لهپاره د امریکا پلټنې ځانکړې ادارې یا سیګار په ۲۰۱۷ کال راپور کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د جلبو جذب وضعیت په اړه راغلي چې په منځني ډول هرکال د بېلابېلو دلایلو له امله ملي اردو کې د درېیوو څخه یوه او او پولیسو څخه په یو پنځمه برخه له لاسه ورکوي په دغه راپور کې راغلي چې د دې لویدنې یوه برخه د خدمت په سر کې د جګړې سیمو ته د سرتېرو لېږل دي.