
نن (چهارشنبه) سهار ۱۰ بجې څلورو طالبانو د غزني ولایت په استېناف محکمې برید کړی دی. د بریدګرو له ډلې یو تن د محکمې په حویلۍ کې ځانمرګی وکړ او بل یې یو پولیس ووژلو؛ خو امنیتي ځواکونه په دې وتوانېدل چې له څو دقیقو نښتې وروسته درېواړه بریدګر ووژني.
مخکې له دې چې بریدګر حمله وکړي، له چاودېدنکیو توکیو نه یو ډک موټر یې د استېناف محکمې څنګ ته درولی و. امنیتي ځواکونه اوسمهال د دې موټر د چاودېدونکیو توکیو د خنثا کولو په حال کې دي.
د غزني ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وايي، چې په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د استېناف محکمې کارکوونکي وايي، چې په دې چاودنه کې د محکمې رییس برسېرن ټپی شوی، خو امنیتي ځواکونه وايي، چې د محکمې یو کارکوونکي ته هم زیان نه دی اوښتی او دوی په دې بریالي شوي وو، چې د برید پر وخت ټول له محکمې وباسي.
له بل لوري د غزني ملکي روغتون رییس بازمحمد همت سلام وطندار ته وویل، چې تراوسه ورته ۱۱ ټپیان او ۲ مړي ور وړل شوي دي. د ده په وینا، ټپيان ټول ملکي وکړي دي، چې دوه په کې ښځې هم دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې په دې برید کې ډېر دولتي منسوبین وژلي او ټپيان کړي دي.





