د هندوستان کرکټ بورډ د ځایناستي سکرتر امیتاب چوهدري په شمول کابل ته راغلې لوړپوړي پلاوي نن د افغانستان کرکټ بورډ له مشر عاطف مشعل سره په خبري غونډې کې د نږدې او پیاوړو اړیکو ډاډ ورکړ.
د هندوستان کرکټ بورډ سکرتر امیتاب چوهدري د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، له افغان کرکټ بورډ سره کار کوي چې په افغانستان کې په نړۍوال معیار برابر کرکټ لوبغالی جوړ کړي.
د ښاغلي چوهدري په وینا، ویاړي چې د افغانستان ولسمشر په بلنه افغانستان ته راغلي او د دې لهپاره چې دا چانس بل هېواد وانهخلي افتخار کوي چې د تاریخي ټېسټ سیالۍ لهپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب کوي.
همدارنګه د هندوستان کرکټ بورډ د چارواکیو په وینا، د هندوستان په سوداګریزو سیالیو کې د افغان کرکټ لوبغاړيو ښه ځلېدا د دې موکه زیاتوي چې په راتلونکي کې نور افغان لوبغاړي هم د دې سیالۍ د لوبډلو له لوري واخېستل شي.
په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر شکرالله عاطف مشعل هم په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان اوسمهال د کرکټ نړۍوالې شورا (اي. سي. سي) بشپړ غړی دی او دوی له هندي کرکټ بورډ سره هم ښې اړیکي لري او هڅه کوي دا اړیکې په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ په موخه نوری هم پیاوړې شي.
ښاغلي مشعل دغه راز د هندي کرکټ بورډ لهخوا افغان کرکټ بورډ ته د هندوستان په «دیهرادون» ښار کې د «راجیف ګاندي» نړۍوال کرکټ لوبغالي د سپارلو خبر هم ورکړ.
د کرکټ بورډ عمومي مشر زیاته کړه، د هندوستان کرکټ بورډ راغلي پلاوي له افغان ولسمشر محمداشرف غني سره په لیدنه کې د افغانستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د تاریخي ټېسټ سیالۍ د لیدلو لهپاره هندوستان ته د ورتګ بلنه هم ورکړېده.
تېره میاشت د هندوستان له لوري په کندهار کې رغول شوی کرکټ لوبغالی په کابل کې د یاد هېواد د سفیر لهخوا په رسمي توګه پرانېستل شو؛ خو دا چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په نړۍواله کچه تاریخي لاستهراوړنې لري؛ تراوسه په کوردننه په نړۍوال معیار برابره کرکټ لوبغالی نهلري.