«په کاغذي پېژندپاڼو د رڼو ټاکنو تمه مه کوئ»

ولسي جرګې نننۍ غونډې ته د نفوسو د ثبت او احوالو ادارې او د ټاکنو کمېسیون مسوولان د ځواب ویلو له‌پاره ورغوښتي وو.

د جرګې یوشمېر غړیو د جعلې پېژندپاڼو له وېشلو اندېښنه څرګنده کړه او ځېنو نورو وویل، په یوشمېر ولایتونو کې یو کس څو پېژندپاڼې اخیستي دي.

د هغوی په وینا، د دغې ستونزې له منځه وړلو له‌پاره هېڅ ډول میکانیزم شتون نه‌لري.

د ولسي جرګې دوه غړي محمد داود کلکانی او محمد حسین فهیمي وايي، پېژندپاڼې په جعلي توګه جوړېږي او په دې اړه لاسوندونه لري.

ورته وخت کې د نفوسو د ثبت او اوحوالو ادارې مشر همایون محتاط وايي، د کاغذي پېژندپاڼو په اساس د ټاکنو ترسره کولو طرحه د ټاکنو کمېسیون له لوري وړاندې شوې چې د نفوسو د ثبت او احوالو اداره له لومړیو ورځو د کاغذي پېژندپاڼو له لارې د ټاکنو ترسره کولو سره موافقه نه‌وه.

ښاغلی محتاط ټینګار کوي د کاغذي پېژندپاڼو په اساس باید د رڼو ټاکنو ترسره کېدو تمه ونشي.

هغه زیاتوي، د کاغذي پېژندپاڼو په اخیستو کې د درغلیو مخنیوي او د دغو پېښو څېړنه د امنیتي بنسټونو دنده ده چې تراوسه پورې یې په دې اړه هېڅ ډول راپور نه دی ترلاسه کړی.

د ولسي جرګې ځېنې غړي د رایه‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې مرکزونو له تړل کېدو او یوشمېر ولسوالیو ته د ټاکنیزو موادو له نه رسېدو شکایت کوي.

دغه‌راز د ټاکنو کمېسیون عملیاتي مشر زمری قلم‌یار وايي، د رایه‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې له ۴زرو او ۴۹۱ مرکزونو ۴۳۳ یې د امنیتي ګواښونو او ۳۰۰ نور د موادو نه رسېدو له امله تړل شوي دي.

د نن ورځې غونډې په پای کې د ولسي جرګې یوشمېر غړیو د ټاکنو کمېسیون مسوولانو ځوابونه غیرموجه وبلل او ټینګار یې وکړ کمېسیون د رایه‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې بهیر ستونزو له منځه وړلو له‌پاره هېڅ ډول پروګرام نه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام