ولسمشر د لوګر برېښنا سب سټېشن پرانیست

ولسمشر محمد اشرف غني نن د لوګر ولایت مرکز پل‌علم ښار کې د ۲۲۰ میګاواټه په ظرفیت د برېښنا سب سټېشن پرانیست.

مراسمو ته ولسمشر غني وویل د کابل له ارغندې تر پل‌علم پورې ۷۲ کیلومتره د برېښنا مزي غځولو کار بشپړ شوی او همدا اوس په رسمي توګه پرانیستل شو. 

غني وايي، پر دغه سب سټېشن ۳۶،۳۹ میلیونه امریکایي ډالر لګېدلي دي. زیاته یې کړه چې د برېښنا د یو ولټ بیه به له ۲۵ افغانیو ۶،۲۵ افغانیو ته راښکته شي او ۱۳زره کورنۍ به په برېښنا روښانه شي.

ولسمشر ژمنه وکړه د لوګر امنیت ټينګښت سربېره به دغلته هوايي ډګر او  صنعتي پارک ته هم ځانګړی پام کوي.

بل‌خوا د لوګر والي انورخان اسحاقزي له ولسمشره وغوښتل لوګر ولایت دې له درېیمې دویمې درجې ته پورته او د دغه ولایت امنیت، پوهنې، کرنې او بیارغاونې ته زیات پام واړوي.

د معلوماتو له‌مخې د برېښنا له اړخه د افغانستان ۸۰ سلنه اړتیا له وارداتي برېښنا پوره کېږي او دغه هېواد هرکال له خپلو ګاونډيانو ۸۰۰ میګاواټه برېښنا واردوي . یوازې ۲۰ سلنه نوره برېښنا بیا په کور دننه د بندونو او ډیزلي جنراتورونو په وسیله تولیدیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام