
په غزني ښار کې د نوملیکنې یو مرکز ته نږدې ځایپرځای شوي ماین ۳ تنه ټپیان کړل.
د غزني د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، دا چاودنه د غزني ښار د اولې حوزې اړوند مغلان سیمه کې شوېده. د دې دفتر په وینا، د دې پېښې نور جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.
په وته وخت کې د غزني رغتون رییس ډاکټر بازمحمد همت وايي، لهدې پېښې درې ټپيان روغتون ته ور وړل شوي چې ۲ د ټاکنو د نوملیکنې کارکوونکي او یو پولیس دی.
د غزني د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي رییس دا پېښه ردوي؛ خو په همدې ریاست کې یوه بله سرچینه وايي چې پهدې برید کې د نوملیکنې مرکز مسوول او یوه ښځینه کارکوونکې ټپۍ شوې.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نهدی اخېستی.





