د کابل په شېرشاه سوري جومات کې چاودنه؛ ملا امام او درې نور کسان وژل شوي

څو شېبې وړاندې د کابل د کارته چهار سیمې په شېرشاه سوري جومات کې چاودنه وشوه.

کورنیو چارو وزارت هم پېښه تاییدوي او وايي، چاودېدونکي توکي د جومات په دننه کې ځای پر ځای شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې په پېښه کې د جومات ملا امام مولوي عزیزالله مفلح او درې نور کسان وژل شوي او یوشمېر ټپیان دي.

ارین وايي، دا برید هم د تېرو هغو په دوام د هېواد د دښمنانو له لوري شوی چې له کبله یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې بشپړ جزیات به وروسته خپاره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کابل په وزیر محمداکبر خان جومات کې هم چاودنه وشوه چې له کبله یې د څو نورو کسانو په ګډون، د یاد جومات ملا امام مولوي ایاز نیازی هم ووژل شو.

وسله‌والو طالبانو په یاد برید کې لاس لرل رد کړي و، خو داعش ډلې یې بیا پړه پر غاړه اخیستې وه.

دا خبر بشپړېږي…

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام