راشدخان ارمان ته د کرکټ نړۍوالې شورا په غوره لوبډله کې د لوبېدلو چانس برابر شوی چې د ویسټانډيز خلاف شل اوریزې لوبه کې ولوبېږي.
د کرکټ نړۍوال شورا د خبرپاڼې لهمخې، د کرکټ د اوسنۍ شل اوریزې لومړۍ شمېرې افغان توپاچوونکی راشدخان ارمان د دوی بلنه منلې. دا لوبې د (می) پر ۳۱مه نېټه پلان شوېدي.
راشد خان له (اي. سي. سي) سره په خبرو کې ویلي چې ویسټانډيز د کرکټ نړۍوالې شورا پخوانی او وفادار غړی دی. ویسټانډيز کرکټ ته ډېر څه ورکړي چې پهخپلو بهترینو لوبو یې د اوسنيو او پخوانیو نسلونو ډېر شمېر لوبغاړي کرکټ ته هڅولي؛ خو اوس چې د دې هېواد مرستې ته اړتیا لري؛ نو بې له شکه به په ویاړ د افغانستان په استازولۍ د خیر ښېګڼې پهدې سیالۍ کې ګډون وکړي.
ښاغلی ارمان دا د ویاړ ځای ګڼي چې د نړۍ د مشهورو لوبغاړيو په منځ کې به یوازې په ۱۹ کلنۍ کې د کرکټ په تاریخي کرکټ لوبغالي کې لوبېږي او له مینهوالو یې غوښتي چې د خير ـ ښېګڼې پهدې سیالۍ کې د خپلې وسې مرسته وکړي او خپله لوبډله به بریالۍ کړي.
یادې لوبې به د «کرکټ کور» لارډز تاریخي کرکټ نړۍوال لوبغالي کې د انګلستان په کوربتوب کېږي چې موخه یې د ویسټانډيز پوپانځپلو کرکټ لوبغالیو او اکاډمیو د بیارغولو لهپاره د مرستې راټول دي چې تېرکال د «ارما او ماریا» په نوم توپانونو ویجاړ کړيدي.
راشدخان ارمان اوسمهال د هندوستان په ۱۱م پړاو (آی. پي. اېل) کرکټ سیالیو کې د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې په ګټه په لوبو بوخت دی او که لوبدله یې تر پایلوبې ورسېږي؛ نو د (مۍ) په ۲۸مه نېټه به انګلستان ته روان شي.
دافغان راشد خان ارمان ترڅنګ بنګلهدېشي شکېبالحسن او تمیم اقبال، له پاکستانیو لوبغاړیو شاهد افریدی او شعیب ملک او سریلانکایي الراونډر تیسارا پریرا هم پهدې خیریه کرکټ سیالۍ کې وړاندیز منلی دی.
د ویسټانډيزۍ کرکټ ملي لوبډلې خلاف سیالۍ کې د نړۍ غوره کرکټ انګلستانۍ لوبډلې لوبډلمشر ایون مورګن په غاړه ولري او ښایي راتلونکیو ورځو کې د کرکټ نړۍ نور مشهور لوبغاړي هم پهدې سیالیو کې د لوبېدلو خبر ورکړي.