.jpg)
اعتراض کوونکي هټیوال وايي چې د نوي کابلبانک څانګې موجودیت له امله يې کاري سیمه په پوځي ځای بدله شوې او له امنیتي بندښتونو تر پوزې راغلي.
د کندوز ښار کابلبانک سړک شاوخوا ۲۰۰ هټیوالو د کلکو امنیتي بندښتونو په غبرګون کې خپل دوکانونه د اعتراض په توګه تړلي دي.
د حاجي ضیاالحق په نوم اعتراض کوونکي سلاموطندار ته وویل د نوي کابلبانک څانګې ته د امنیتي ځواکونو تګ را تګ يې نه یوازې د کاروبار سیمه امنیتي ګواښونو سره مخ کړې؛ بلکې سیمه تل د سرتېرو لهخوا تړل شوي وي او د هټیوالو کاروبار یې زیانمن کړی دی.
.jpg)
د شفیق الله په نوم یو بل اعتراض کوونکی وايي چې د کابلبانک څانګه باید بل ځای ته ولېږدول شي.
د کندوز ښار یوشمېر اوسېدونکي هم چې د پیسو اخیستلو لهپاره کابلبانک ته ورغلي وو، وايي دغه بانک ته د امنیتي ځواکونو راتګ سره ټول له برېدونو وېره لري.
دوی د کابلبانک له مسوولینو غواړي امنیتي ځواکونو ته دې یوه شعبه ځانګړې کړي او بل ځای ته دې ولېږدوي.
په دې اړه مو هڅه وکړه چې د کابلبانک مسوولینو نظر هم په راپور کې ولرو خو په دې اړه خبرو ته چمتو نه شول.
د نوي کابلبانک څانګې د هلمند او ننګرهار په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې څو ځله ترهګریز برید لاندې راغلې چې په کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله.





