
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړي وايي، د دغه کمیسیون دارالانشاء په داسې طرحې کار کوي چې له مخې یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وکولای شي د بیا شمېرل کېدونکيو محلونو پروسه مخکې یوسي.
دوی وايي، ټاکل شوې د رایو اچونې ۲ زره، ۹ سوه او ۳۸ محلونه بیا وشمېرل شي چې دغه محلونه تر ډېره په ننګرهار، پکتیا، نیمروز، کونړ او هلمند کې دي. په کابل، کندهار او خوست ولایتونو کې لا هم د بیا شمېرنې لپاره محلونه نه دي په ګوته شوي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړی او ویاند محمد قاسم الیاسي وايي، د شکایتونو کمیسیون دارالانشاء د رایو بیا شمېرنې لپاره پر یوه طرحه کار کوي او دغه طرحه به تر راتلونکيو دوو یا درېیو ورځو د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره شریکه شي.
دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند د دغې طرحې له جوړېدو موخه د ټاکنیزو کمیسیونونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول او د بیا شمېرنې په پروسه کې له نیمګړتیاوو مخنيوی ښودلی دی.
الیاسي زیاته کړه چې تر پرون پورې د هېواد په نهو ولایتونو کې د ولایتي کمیسیونونو د پرېکړې په تړاو ۳۹۱ اعتراضونه او استیناف غوښتنې ثبت شوي او ډېره برخه یې په لغمان، پنجشېر، بدخشان، سرپل، غور، دایکندي، روزګان، زابل او فاریاب ولایتونو کې ثبت شوي.

د ټاکنیزو شکایتونو د ویاند په خبره، په اتو ولایتونو کې به هېڅ راز بیا شمېرنه نه کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاندویانو له ډلې عبدالعزیز ابراهیمي سلام وطندار ته وویل چې د بیا شمېرنې د څرنګوالي او محلونو د ټاکنې په اړه یې د شکایتونو کمیسیون نه د وضاحت غوښتنه کړې ده.
ابراهیمي زیاته کړه چې د بیا شمېرنې پروسه عملیاتي پروګرام ته اړتیا لري او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون باید دغه پروګرام د ټاکنو کمیسیون په واک کې ورکړي.
په ورته حال کې، د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ د پروګرامونو رییسه صغرا سعادت سلام وطندار ته وايي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو ترمنځ همغږي نشته او دغه نه همغږي به د ټاکنیز مهالوېش تر پښو لاندې کېدو سبب شي. نوموړې زیاتوي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو بې غوري پر ټاکنو د څاروونکيو بنسټونو د اندېښنو سبب شوی دی.
د تلې د شپږمې نېټې ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ګڼ اعتراضونه راوپاول. د ولسمشریزو ټاکنو ډېر کاندیدانو پر ټاکنو کمیسیون تور پورې کړ چې د یوه مشخص کاندید په ګټه کار کوي.





