
افغان حکومت له خپل پخواني دریځ نو یو بل ګام هم په شا شو او د تاوتریخوالي د پام وړ کمولو له طرحې سره یې هوکړه وکړه.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې اوس افغان او امریکايي ځواکونه په ګډه پر یوې داسې عملي تګلارې کار کوي چې له لارې به یې د دغې طرحې څرنګوالی وڅارل شي.
د ولسمشر ویاند دغه راز وویل چې د تاوتریخوالي کمولو طرحه یو فرصت دی، خو حکومت پر احتمالي ګواښونو هم سترګې نه پټوي.
صدیقي زیاته کړه، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې وروسته به بینالافغاني خبرې پيل شي.
د ولسمشر ویاند هیله څرګنده کړه چې طالبان هم د سولې په برخه کې رښتیني ګامونه پورته کړي. د ولسمشر ویاند د بینالافغاني خبرو د پلاوي په اړه وویل، دا به یو ملي پلاوی وي او د افغانانو له حقونو به دفاع کوي.
د ولسمشرویاند وویل، ولسمشرغني د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې له یوشمیر امریکایی او د نورو هېوادونو له چارواکیو سره د لیدنو پر مهال د سولې په اړه خبرې کړې دي.

د صدیقي په وینا، د نړۍ مشرانو ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د افغان ولس او جمهوریت د ملاتړ په اړه پر خپلو پخوانیو ژمنو ولاړ دي.
د ولسمشر ویاند زیاته کړه، نړیوالو چارواکیو ژمنه کړې چې دوی به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د تېرو ۱۹ کلنو ګډې لاستهراوړنی له ګواښ سره مخ شي.
صدیقي وویل، ولسمشر به د سولې په تړاو له مدني ټولنو، اړوندو چارواکیو او مخورو سره سلامشورې وکړي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د روانې عیسوي میاشتې په وروستیو کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړهلیک لاسلیک او وروسته بینالاافغانی خبرې پیل شي، خو لاهم افغان حکومت نه دی توانېدلی چې د سولې په اړه له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره مرکچي پلاوی اعلان کړي.
بلهخوا ولس او سیاستوال هم د سولې د څرنګوالي او پایلو په اړه اندېښنې لري او وايي، د حکومت او سیاستوالو تر منځ د سولې تګلارې په اړه مشخص میکانیزم او پلان نشته.
اړوند مطالب:
ولسمشر والیانو ته: خلک د سولې او خپلو ځواکونو ملاتړ لپاره همغږي کړئ





