د تاوتريخوالي د کمولو له پيل نه څو ساعته وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان مېلر له طالبانو وغوښتل چې پر خپلې کړې ژمنې عمل وکړي.
په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان سکاټ مېلر له کورنيو چارو او دفاع وزير سره نن په يوي خبري ناسته کې ټينګار وکړ چې له افغان امنيتي ځواکونو سره به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
نوموړي د تاوتريخوالي کمول افغانستان کې سولې لپاره يو ښه اقدام ياد کړ او زياته يې کړه چې د تاوتريخوالي کمولو اوونۍ کې د بريدونو د اصلي عاملانو پېژندل ګران دي.
مېلر وويل، که چېرې طالبان د تاوتريخوالي کمولو اوونۍ کې له دفاعي حالته تهاجمي حالت ته واوړي نو ناټو به د طالبانو په ځپلو کې افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
د کورنيو چارو سرپرست وزير محمدمسعود اندرابي له دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ناټو سره د ګډې ادارې رامنځته کولو خبر هم ورکړ او زياته يې کړه چې امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې د وضعیت ادارې کولو لپاره چمتووالي ولري.
د اندرابي په وينا، ياده اداره وضعيت او احتمالي پېښې له نږدې بررسي کوي.
د پنجشنبې په ورځ د ملي امنيت شورا وياند او د طالبانو وياند رسنيو ته وويل چې د اووه ورځني تاوتريخوالي کمولو پيل به د حوت مياشتې په دويمه د جمعې د شپې له ۱۲ بجو کېږي.
د تاوتريخوالي کمولو له پيل سره د ۲۰۹ شاهين قول اردو يوه سرچينه سلاموطندار ته وايي چې تېره شپه د بلخ په زارع ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې د طالبانو په يوه بريد کې ۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي او ۳ نور ټپيان دي.
خو وسلهوالو طالبانو بيا دا ادعا رد کړه او زياته يې کړه چې د تاوتريخوالي کمول د عمومي اوربند په معنا نه دی.