پاکستاني ځواکونو پر کونړ ۲۹ راکېټونه توغولي

په کونړ کې یوه حکومتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، پاکستاني ځواکونو پر افغانستان راکېټي بریدونو ته دوام ورکړی او یوازې پرون یې پر کونړ ۲۹ راکېټونه را توغولوي دي.

سرچینه زیاتوي، دغه توغندیز بریدونه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالي پر چوګام او نورو غرنیو سیمو شوي دي.

د کونړ امنیه قومندان سمونمل یوسف مظلومیار سلام‌وطندار ته د مرمیو د شمېر په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې پر شلتن د تېرې ورځې راتوغول شوې مرمۍ پر غرنیو او شاړو ځمکو لګېدلي چې چا ته په‌کې زیان نه دی اوښتی.

تېره جمعه پاکستانیو ځواکونو د کونړ سرکاڼو او مرکز اسداباد په درنو توپونو ویشتي وو چې اته ملکي وګړي په‌کې وژل شوي او ۱۱نور ژوبل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست تر دې وړاندې ویلي و چې له پاکستاني لوري سره یې د سملاسي ډزبند او بریدونو درولو تر څنګ، د دواړو هېوادونو یوې ګډې پوځي غونډې وړاندیز کړی، خو لا هم پاکستان پر خپله ژمنه نه دی ولاړ او وخت ناوخت پر کونړ توغندیز بریدونه کوي.

تر اوسه پاکستاني حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام